منځنی ختیځ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرمز تنګي او د عراق اوبو کې ۶ بېړۍ ویشتل شوي دي

انځور- د هرمز تنګي کې یوه کیښتۍ

د ایران په چاودېدونکو توکو بار کښتیو د عراق په اوبو کې د تېلو دوه ټانکرونه وسوځول او د عملې یو غړی یې وواژه.

دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خلیج او هرمز تنګي کې ټولټال ۶ سوداګریزې بېړۍ ویشتل شوې دي.

امریکا او اروپا پورې اړوند بېړیو باندې دا بریدونه د ایران او امریکايي-اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د جګړې د سختېدو نوې مرحله ده.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې چې پر ایران هوايي بریدونه پیل شوي، تر اوسه په سیمه کې لږ تر لږه ۱۶ بېړۍ په نښه شوې دي.

په خلیج او د هرمز په تنګي کې، چې د نړۍ د تېلو پنځمه برخه ترې لېږدول کېږي، سمندري تګ راتګ نږدې په ټپه درېدلی دی.

دا درېدنه وروسته له هغه پیل شوه چې د تېلو نړیوالې بیې د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې.

د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، تر څو چې پر دوی بریدونه روان وي، هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي چې له منځني ختیځ څخه “یو لېتر تېل” هم امریکا، اسرائیل یا د هغوی متحدینو ته صادر کړي.

بلخوا ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د تېلو صادرات بند کړي، واشنګټن به پر دوی لا سخت بریدونه وکړي. هغه ادعا وکړه چې د ایران سمندري ځواک نږدې ټول له منځه تللی او د تېلو شرکتونه باید په ډاډه زړه له دغه تنګي تېر شي.

خو د عراق په اوبو کې د “سیف سي ویشنو” او “زیفیروس” په نومونو دوه ټانکرونه چې د عراق تېل یې بار کړي وو، د چهارشنبې په شپه تر برید لاندې راغلل او وسوځول شول.

د دغو بریدونو په غبرګون کې، عراق د تېلو په بندرونو کې خپل عملیات په بشپړ ډول درولي دي، که څه هم سوداګریز بندرونه لا هم کار کوي.

د عراق د بندرونو د ادارې مشر، فرحان الفرتوسي وايي چې له ویشتل شویو بېړیو څخه یې ۲۵ تنه عمله ژغورلې ده، خو د اور لمبې لا هم پورته کېږي.

د ژغورنې ټیمونو د یوه بهرني عملې مړی له اوبو راویستی او د نورو تري تم شویو غړو پسې پلټنې روانې دي.

د ایران سپاه پاسداران په مستقیم ډول تایید کړې چې یوه تایلنډۍ بېړۍ یې د خپلو جنګیالیو لخوا ویشتلې ده.

د دغې بېړۍ مالک وايي چې ۳ تنه غړي یې ورک دي او ګومان کېږي چې د ماشین په خونه کې به ایسار پاتې وي، خو ۲۰ نور غړي یې عمان ته په خوندي ډول لېږدول شوي دي.

د امریکا سمندري ځواک د خطر د زیاتوالي له امله د سوداګریزو بېړیو د پوځي بدرګې غوښتنې تر اوسه رد کړې دي.

همداراز د چهارشنبې په ورځ په خلیج کې یوې جاپانۍ او یوې یونانۍ بېړۍ ته هم په بریدونو کې لږ زیانونه اوښتي دي.

د دغو بېړیو مالکان وايي چې عملې ته یې زیان نه دی رسېدلی او بېړۍ لا هم د تګ وړتیا لري، خو د بریدونو لامل او نوعیت لا تر څېړنې لاندې دی.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې خبر ورکړی چې نن د پنجشنبې په سهار هم یوه بله بېړۍ په نښه شوې چې له امله یې پکې لږ اور لګېدلی دی.