منځنی ختیځ

په منځني ختیځ کې د بریدونو دوام؛ تهران د کورنیو اعتراضونو د ځپلو خبرداری ورکړ

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې، له آرشیف څخه

د چهارشنبې په ورځ په منځني ختیځ کې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د هوايي بریدونو لړۍ په داسې حال کې توده وه، چې تر کلابندۍ لاندې د تهران حکومت خبرداری ورکړی چې امنیتي ځواکونه یې د حکومت ضد هر ډول پاڅون ځپلو ته «ګوته پر ماشه» (پوره تیارسي) ولاړ دي.

د جګړې په دولسمه ورځ، ښکېلو خواوو پر یو بل د درنو بمباریو نوې څپه پیل کړې ده. دا نښتې په اسرائیلو، لبنان او خلیج کې پر بېلابېلو اهدافو روانې دي. دې جګړې د هرمز تنګي په څېر حیاتي سمندري لارې تړلې دي، چې له امله یې نړۍ ته د خلیج له تېلو غني سیمې څخه د سون توکو د لېږد پنځمه برخه درېدلې ده.

که څه هم د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې په بېساري ډول لوړې شوې وې، خو اوس په نړیوال بازار کې بیې یو څه راټیټې شوې دي.

پانګوال پر دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ډېر ژر د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د انرژۍ نړیوالې ادارې هم د بیو د ثبات لپاره د خپلو تاریخي زېرمو د کارولو وړاندیز کړی دی.

ورته مهال، د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې که د امریکا او اسرائیلو بریدونه ونه درېږي، دوی به په خلیج کې د تېلو د لېږد مخه ونیسي.

د بریتانیا سمندري ادارې ویلي چې په هرمز تنګي کې یوه سوداګریزه بېړۍ په نامالومه مرمۍ ویشتل شوې چې له امله یې عمله د بېړۍ پرېښودو ته اړ شوې ده. بلخوا امریکايي ځواکونو ویلي چې د ایران ۱۶ هغه بېړۍ یې له منځه وړې چې په اوبو کې یې ماینونه ښخول.

تېره شپه په میلیونونو اسرائیلیان هغه مهال پناه ځایونو ته لاړل چې ایران پر دغه هېواد د توغندیو نوې څپه وتوغوله.

دا بریدونه ښيي چې تهران لا هم د لیرې واټن ویشتلو وړتیا لري. د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند، ابوالفضل شکارچي له سیمه‌ییزو مسلمانانو غوښتي چې د امریکايي او اسرائیلي ځواکونو پټنځایونه ور په نښه کړي ترڅو د دوی بریدونه دقیق او زیان یې یوازې دښمن ته ورسېږي.

په ایران کې دننه د نوي مذهبي مشر “مجتبی خامنه‌اي” په ملاتړ لاریونونه شوي، خو بل لور ته د ولسي اعتراضونو د راپارېدو وېره هم شته.

د ایران د پولیسو مشر، احمد رضا رادان په ډېر توند غږ خبرداری ورکړی: «هر څوک چې د دښمن په لمسون واټونو ته راوځي، موږ به ورسره د معترض په څېر نه، بلکې د دښمن په څېر چلند وکړو. زموږ د ټولو امنیتي ځواکونو ګوتې پر ماشه دي.»

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، امیر سعید ایرواني ویلي چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۳۰۰ ډېر ایراني ملکي وګړي وژل شوي او زرګونه کورونه، روغتیايي او تعلیمي مرکزونه ویجاړ شوي دي.

په لبنان کې هم د اسرائیلو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. بلخوا د ایران په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ اسرائیلیان وژل شوي او پنټاګون د خپلو ۷ سرتېرو وژل کېدل او د ۱۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.