لویدیځه اسیا

ټرمپ: که ایران تېل بند کړي، جګړه به تر دې هم سخته کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که ایران له منځني ختیځ څخه د تېلو د لېږد مخه ونیسي، امریکا به جګړه نوره هم سخته کړي. هغه سره له دې هم وړاندوینه وکړه چې دا شخړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي.

د ټرمپ دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې نړیوال مالي بازارونه د ایران د امنیتي بنسټونو لخوا د نوي ستر مشر مجتبی خامنه‌ای څخه د ملاتړ له امله ناارامه شول. ایران داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې ګنې ژر به شا تګ ته چمتو شي.

ټرمپ وویل چې امریکا د ایران هوايي او سمندري ځواک ته سخت زیانونه اړولي دي. هغه وویل جګړه به تر هغې څلور اونۍ مودې ډېره ژر پای ته ورسیږي چې ده مخکې ټاکلې وه.

نوموړي خبرداری ورکړ که ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو د ټانکرونو مخه ونیسي، د امریکا بریدونه به په بې‌ساري ډول زیات شي.

ټرمپ وویل: “موږ به پر هغوی دومره سخت برید وکړو چې بیا به هغوی یا بل څوک چې ورسره مرسته کوي، د نړۍ په دې برخه کې د سر پورته کولو وس ونه لري”.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په غبرګون کې ویلي چې که د امریکا او اسرائیلو بریدونه دوام ومومي، دوی به اجازه ورنکړي چې له سیمې څخه “یو لېټر تېل” هم بهر ته صادر شي.

د ایران دولتي رسنیو د یو ویاند له قوله ویلي: “موږ هغه څوک یو چې د جګړې پای به ټاکو”.

دغو متضادو سیګنالونو نړیوال بازارونه ګډوډ کړل؛ د تېلو بیې په ناڅاپي ډول لوړې شوې خو کله چې ټرمپ د جګړې د ژر پای خبره وکړه، بیې بېرته یو څه راټیټې شوې.

مجتبی خامنه‌ای چې ۵۶ کاله عمر لري او د امنیتي ځواکونو او لویو سوداګریزو امپراتوریو ملاتړ ورسره دی، د ټرمپ لخوا د منلو وړ نه دی بلل شوی. ټرمپ د ایران د بې قید او شرطه تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه شوي چې د نوي مشر ملاتړ کوي او د هغه د وژل شوي پلار علي خامنه‌ای عکسونه یې له ځان سره لېږدول. په اصفهان کې د دولتي تلوېزیون په وینا د هوايي بریدونو او چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

په ایران کې خلک په دوو برخو وېشل شوي؛ پلویان یې د نظام د پاتې کېدو هیله لري خو مخالفین یې له بدلون څخه ناهیلي شوي دي.

اسرائیل وايي هدف یې د ایران د مذهبي نظام نسکورول دي، خو امریکا وايي غواړي د ایران توغندیز او اتومي پروګرام له منځه یوسي.