د ننګرهار زرګونو ولسونو، قومي مشرانو او مخورو نن په یوه لویه ولسي غونډه کې پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي او ځمکني بریدونه په کلکه وغندل او د خپلې خاورې دفاع یې خپله دیني فریضه وبلله.
په هغه اوه مادهيیز پرېکړه لیک کې چې د دې غونډې په پای کې خپور شو، راغلي چې ننګرهاري ولسونه به د خپلې خاورې له دفاع څخه لاس وانخلي او که پاکستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، دوی به په وسلوال ډول د جګړې ډګر ته ودانګي.
دا ولسي غبرګون په داسې حال کې را څرګندیږي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې لسمې ورځې ته داخلې شوې او نن سهار د پکتیکا په تروو ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده.
د تروو ولسوال عبدالقدوس مخدوم ادعا کوي چې ځواکونو یې د پاکستان پر پنځو سرحدي پوستو بریدونه کړي او جګړه لا هم دوام لري.
تر دې وړاندې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر، علي محي الدین قره داغي الحسیني، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روژې په میاشت کې د جګړې د بندولو فتوا صادره کړه.
هغه ویلي چې دواړه لوري باید د دې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې سمدستي اوربند اعلان کړي او تر اختر وروسته د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي.
نوموړي په دې فتوا کې چې په ایکس (X) کې خپره شوې، د مسلمانانو ترمنځ تفرقه «کفر او ګمراهي» بللې او د جګړې سمدستي بندول یې یو «شرعي واجب» او عملي ضرورت یاد کړی دی.
که څه هم دواړه لوري ادعا کوي چې په دې جګړو کې یې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو دا ارقام تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې د ټيټيپي (TTP) او نورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه د تورونو له امله په پرله پسې ډول خرابې شوې دي؛ چې تازه یې تېره میاشت په اسلاماباد کې د یوې چاودنې له امله ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
