د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر، علي محي الدین قره داغي الحسیني، د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ د روژې په میاشت کې د جګړې د بندولو فتوا صادره کړه. هغه ویلي چې دواړه لوري باید د دې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې سمدستي اوربند اعلان کړي.
د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر ټینګار کړی چې تر اوربند او اختر وروسته باید دواړه لوري د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي.
نوموړي په دې فتوا کې چې په ایکس (X) کې خپره شوې، د قرآن کریم په آیتونو او نبوي احادیثو استدلال کړی او ویلي یې دي چې اسلام د مسلمانانو وژل په کلکه غندلي او دا ډول تفرقه یې «کفر او ګمراهي» بللې ده.
قره داغي الحسیني ویلي: «زه د سلګونو سترو عالمانو په استازیتوب فتوا صادروم چې د دې مبارکې میاشتې په ترڅ کې د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ سمدستي بندول یو شرعي واجب دی.»
هغه زیاته کړې چې دا اوربند نه یوازې یو دیني مکلفیت دی، بلکې د هغو سترو ننګونو په وړاندې چې اسلامي امت ورسره مخ دی، یو عملي ضرورت هم دی.
د عالمانو د ټولنې مشر خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو په ښکاره د «شیعه محور» له منځه وړلو وروسته د «سني محور» د ځپلو اراده لري.
هغه پوښتنه کړې: «ایا موږ باید خپلې وسلې د مسلمانانو د وژلو لپاره وکاروو او که د هغوی د ساتنې لپاره یې وساتو؟»
نوموړي د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان، قطر، ترکیې، اندونیزیا، مالیزیا او نورو هېوادونو ترمنځ د یوې «قوي اسلامي اتحادیې» د جوړولو غوښتنه وکړه، ترڅو د ده په وینا د صهیونیزم له ښکاره خطر سره مقابله وشي.
قره داغي الحسیني د افغانستان او پاکستان مشرانو ته په خطاب کې ویلي: «د روژې تر وروستیو لسو ورځو وړاندې جګړه بنده کړئ، ترڅو له اختر وروسته د ستونزو د حل لپاره غونډو ته چمتو شئ.» هغه زیاته کړې چې د دوی ټولنه حاضره ده چې د دې موخې لپاره کابل او اسلاماباد ته سفرونه هم وکړي.
دا فتوا په داسې حال کې صادره شوې چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه لسمې ورځې ته داخل شوي دي.
دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو دا ارقام په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
