د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې یوې ځانګړې حکومتي الوتکې امریکايي وګړي له منځني ختیځ څخه متحده ایالاتو ته لېږدولي او په ټوله سیمه کې د نورو ورته الوتنو د تنظیمولو هڅې هم روانې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شوي، تر اوسه له ۱۷،۵۰۰ څخه ډېر امریکایان په خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شوي چې یوازې د سې شنبې په ورځ دا شمېره ۸،۵۰۰ کسانو ته رسېده.
دغه وزارت زیاته کړې چې دوی له متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اردن څخه د هغو امریکایانو لپاره چې مرستې ته اړتیا لري، د چارټر الوتنو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
که څه هم تر دې وړاندې له امریکایانو غوښتل شوي وو چې د عامو مسافر وړونکو الوتکو له لارې له سیمې ووځي، خو د جګړې له امله د الوتنو ګډوډۍ دا چاره ستونزمنه کړې وه، چې له امله یې ځینو امریکايي وکیلانو پر بهرنیو چارو وزارت د ناوخته اقدام او نیمګړي پلان له امله نیوکې هم کړې دي.
