په داسې حال کې چې له میاشتو راهیسې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې لارې بندې دي، اوس په ایران کې د جګړو له امله د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له دغه هېواد سره هم د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ بهیر په بشپړه توګه ګډوډ شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارو له بندېدو څلور میاشتې تېرېږي او سوداګرو چابهار بندر د یو مناسب بدیل په توګه کاراوه، خو اوس د ایران د وروستیو حالاتو له امله په دغه بندر کې هم د افغان سوداګرو مالونه بند پاتې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ غړی خانجان الکوزی وايي چې د دوی کښتۍ په چابهار بندر کې ولاړې دي، هلته ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د بارګیرۍ چارې په ټپه ولاړې دي.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کلنی ارزښت تر درې ملیارده ډالرو ډېر و چې ډېری برخه یې ساختماني توکي او سون توکي لکه ګاز او تېلو جوړول، خو اوس دغه لویه لاره هم له جدي خنډونو سره مخ شوې ده.
ورته مهال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
په بازارونو کې دا مهال درې نیم منه وریژې له ۴۰۰۰ تر ۴۴۰۰ افغانۍ، یوه بورۍ اوړه ۱۵۵۰ افغانۍ او یو پیپ غوړي تر ۱۹۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.
د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د بېکارۍ او لوږې له امله د خوراکي توکیو چاره نه شي کولی او حتی د پښتورګو (ګردو) ناروغان د هغو درملو او موادو له کمښت سره مخ دي چې پخوا به له پاکستان څخه واردېدل، خو اوس یې طالبانو پر واردولو بندیز لګولی دی.
اقتصادي شنونکي او د پوهنتون استاد سید مسعود وايي چې د پاکستان د سیاستونو له امله د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لاسه ورکول او اوس د چابهار بندر د لارې تړل کېدل به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان واړوي.
د ده په وینا، چابهار ازادو اوبو ته د افغانستان یوازینۍ هیله وه چې د دغې لارې په بندېدو سره به نه یوازې افغان سوداګر، بلکې هندي پانګوال هم له سترو مالي زیانونو سره مخ شي.
