منځنی ختیځ

پنټاګون: ایران پر امریکا برید نه کاوه

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د پنټاګون چارواکو د یکشنبې په ورځ د کانګرس له کارکوونکو سره په پټو ناستو کې منلې ده چې داسې هېڅ استخباراتي معلومات نشته چې وښيي ایران لومړی پر امریکایي ځواکونو د برید پلان درلود.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شنبې په ورځ متحده ایالاتو او اسرائیلو پر ایران په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو پراخ بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ووژل شو او تر اوسه پکې له ۱۰۰۰ څخه ډېر هدفونه ویشتل شوي دي.

د کانګرس غړو ته د یکشنبې ورځې دا خبرې د ټرمپ ادارې د لوړپوړو چارواکو هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې دا جګړه یې پرې توجیه کوله.

دغې ادارې یوه ورځ وړاندې خبریالانو ته ویلي وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه د ځینو داسې نښو له امله پیل کړي چې ګواکې ایرانیانو ښايي په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو “مخنیونکي بریدونه” کړي وای. یو چارواکي ویلي وو چې ټرمپ نه غوښتل “غلی کښېني او اجازه ورکړي چې امریکایي ځواکونه تر بریدونو لاندې راشي”.

د پنټاګون چارواکو د سنا او استازو جرګې د ملي امنیت د کمېټو له دیموکرات او جمهوري غوښتونکو کارکوونکو سره تر ۹۰ دقیقو ډېره ناسته وکړه.

که څه هم ادارې ټینګار کاوه چې د ایران بالستیک توغندي او نیابتي ځواکونه د امریکا ګټو ته یو ګواښ دی، خو دوو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي چې په دې ناسته کې داسې استخباراتي معلومات وړاندې نه شول چې تهران دې د لومړي برید هوډ درلود.

ټرمپ ویلي چې د دغو بریدونو موخه دا ده چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي، د توغندیو پروګرام یې محدود شي او د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې ګواښونه له منځه لاړ شي.

هغه همداراز له ایرانیانو غوښتي چې راپورته شي او خپل حکومت وپرځوي. له بلې خوا، دیموکراتانو ټرمپ تورن کړی چې یوې “خوښې شوې جګړې” ته یې مخه کړې او د عمان په منځګړیتوب د سولې هڅې یې له پامه غورځولي دي.

ټرمپ پرته له کومو شواهدو ادعا کړې وه چې ایران ډېر ژر پر امریکا د بالستیک توغندي د برید وړتیا ترلاسه کوي، خو استخباراتي راپورونو دا ادعا نه ده تایید کړې.

دا جنجالونه داسې مهال راپورته کېږي چې امریکا په دې جګړه کې د خپلو لومړنیو تلفاتو خبر ورکړی دی.

امریکایي مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې په نښتو کې ۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۵ نور سخت ټپیان دي.

پوځ زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د B-2 پټو الوتکو په واسطه د ایران د توغندیو پر ځمکنیو تاسیساتو درانه بمونه غورځول شوي دي.