منځنی ختیځ

د عمان د بهرنیو چارو وزیر: د ډیپلوماسۍ دروازه لاهم پرانیستې ده

انخور- د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په یو تازه بیان کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ سره سره، د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو دروازه لا هم پرانیستې ده.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په جنیوا کې په وروستیو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه بې ساري هوکړې لپاره رښتینی پرمختګ شوی و.

البوسعیدي زیاته کړې: «که څه هم هڅه دا وه چې له جګړې مخنیوی وشي، خو جګړه باید د سولې د هیلې د مړاوې کېدو په مانا نه وي؛ زه لا هم د دې کړکېچ د هوارولو لپاره د ډیپلوماسۍ پر ځواک باور لرم.»

نوموړي ټینګار کړی چې هر څومره ژر چې خبرې بیا پیل شي، دا به د ټولو لورو په ګټه وي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د عملیاتو او د دغه هېواد د مذهبي مشر له وژل کېدو وروسته تایید کړې چې د ایران نوي مشرتابه له واشنګټن سره د خبرو اترو غوښتنه کړې او ده هم ورسره منلې ده.

ټرمپ له “دي اتلانټیک” مجلې سره په خبرو کې ویلي چې ایرانیانو پخوا په مذاکراتو کې له ډېر ځنډ او چلونو څخه کار واخیست، خو اوسني وضعیت ته په کتو مجبور شوي چې د خبرو مېز ته راشي.

هغه که څه هم د خبرو د پیل کره وخت ونه ښود، خو یادونه یې وکړه چې د ایران پخواني ډېری مذاکره کوونکي په وروستیو بریدونو کې له منځه تللي او دی به اوس له نوي نسل سره پر یوې داسې هوکړې غږېږي چې د امریکا او نړۍ ګټې پکې خوندي وي.