په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې اوج ته رسېدلي او د پاکستان د دفاع وزیر دا وضعیت یوه ښکاره جګړه بللې، رویټرز اژانس د لندن د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ د ارقامو پر بنسټ د دواړو لورو د نظامي وړتیاوو پرتله کړې ده.
د دې راپور له مخې، د پاکستان وسله وال ځواکونه د پرسونل او تجهیزاتو له پلوه د افغانستان په پرتله خورا لوی دي او د چین په ملاتړ یې خپل سمندري او هوايي ځواکونه هم عصري کړي دي.
پاکستان دا مهال ۶۶۰ زره فعال پوځي پرسونل لري چې ۵۶۰ زره یې په ځمکني، ۷۰ زره په هوايي او ۳۰ زره یې په سمندري ځواک کې دي، په داسې حال کې چې د طالبانو د نظامي ځواک شمېر ۱۷۲ زره کسانو ته رسېږي او هغوی یوازې د دغه شمېر تر ۲۰۰ زرو پورې د رسولو پلان لري.
د جنګي وسایطو او درنو وسلو په برخه کې هم د پاکستان ځواک خورا زیات ښودل شوی چې تر ۶ زرو ډېر زغره وال جنګي وسایط او له ۴۶۰۰ څخه زیات توپونه لري.
که څه هم افغان ځواکونه له پخواني شوروي او امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوي زغره وال وسایط او ټانکونه لري، خو د هغوی دقیق شمېر او د کارولو وړتیا یې په سمه توګه روښانه نه ده.
د راپور په وینا، د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو تجهیزاتو د کارولو وړتیا د وخت په تېرېدو سره کمه شوې او د نړیوالو له خوا د هغوی د حکومت په رسمیت نه پېژندل د نظامي عصري کېدو مخه ډب کړې ده.
تر ټولو لوی توپیر په هوايي ځواک کې لیدل کېږي؛ پاکستان ۴۶۵ جنګي الوتکې او تر ۲۶۰ ډېر بېلابېل هیلیکوپټرونه لري، خو افغانستان هیڅ ډول جنګي جټ الوتکه نه لري.
د رویټرز په خبره، افغانستان یوازې ۶ الوتکې او ۲۳ هیلیکوپټرونه لري چې د ډېریو د الوتنې او تخنیکي حالت په اړه ډاډ نشته.
سربېره پر دې، پاکستان یو اټومي ځواک دی چې شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګېندې لري، خو افغانستان هیڅ ډول اټومي وسلې نه لري.
دا ارقام ښيي چې که څه هم دواړه لوري په ډيورنډ کرښه کې په نښتو بوخت دي، خو د منظمو پوځي سرچینو او تجهیزاتو له پلوه دواړه هېوادونه په هیڅ صورت سره د پرتلې وړ نه دي.
