د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ۳۳ مدافع بنسټونو د ملګرو ملتونو د اتیايمې عمومي غونډې مشرې آنالنا بئربوک ته په یوه پرانېستي لیک کې ویلي، چې طالبانو په «اګاهانه، پلان شوي او ګام په ګام» ډول ښځې له ټولنې څخه د بشپړ او ټولیز حذف لور ته بیولې دي.
په دغه لیک کې راغلي چې افغانستان په «اوسني عصر کې د بشري حقونو د یو تر ټولو ژور بحران» صحنه ګرځېدلی او دا کومه ناڅاپي پېښه نه ده؛ بلکې د طالبانو د شعوري، هدفمنو او سیستماتیکو پالیسیو، فرمانونو او کړنو مستقیمه پایله ده.
دغو بنسټونو ټینګار کړی، چې د «بشپړ جنسیتي اپارټایډ» د تپلو بهیر چې طالبانو غوره کړی، نه یوازې د اساسي بشري حقونو پراخه او دوامداره سرغړونه ده؛ بلکې د افغانستان د نیمایي نفوس د «انسانیت، ذاتي کرامت او حقوقي شخصیت د سیستماتیک انکار» ښکارندویي کوي. په لیک کې زیاته شوې: «دا یو پراخ نړیوال جنایت دی».
د افغانستان د ښځو د غږ غورځنګ، د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ، د افغانستان د ښځو د ازادۍ فانوس غورځنګ او د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ هغه بنسټونه دي چې له ۲۹ نورو بنسټونو سره یوځای یې دا لیک لاسلیک کړی دی.
دغو بنسټونو له آنالنا بئربوک څخه غوښتي چې له خپلو حقوقي، ډیپلوماټیکو او بنسټیزو ظرفیتونو څخه په ګټنې، د دې بهیر د درولو، جرم ګڼلو او د افغانستان د ښځو پر وړاندې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو او د طالبانو د مشرانو د «بشري ضد جنایت» د عاملانو په توګه محکمې ته د راکش کولو لپاره اقدام وکړي.
په لیک کې همدارنګه غوښتل شوي چې د تعامل، عادي ښودلو او د طالبانو حاکمیت ته د مشروعیت بښلو ټول بهیرونه، په ځانګړې توګه د دوحې بهیر باید پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مه ناسته روانه ده او ټاکل شوې نن پنجشنبه د کب ۷مه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنټ په کې وینا وکړي او د افغانستان د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
