ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یې څلور تنه د موټرو د غلا په تور له یو شمېر وسایلو سره یوځای نیولي دي.
دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته وویل چې د لومړۍ حوزې منسوبینو د ښار د «شیریندل پلازې» ترڅنګ په عملیاتو کې دا کسان هغه مهال ونیول چې یو عراده کرولا ډوله موټر یې غلا کړی و.
د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه د غلا شوي موټر سربېره، درې عدده د موټرو د خلاصولو ماسټر کیلي ګانې هم ترلاسه شوې دي.
حماد زیاته کړه چې دغه ډله له وړاندې د موټرو د غلا په تور تر کشفي څار لاندې وه.
ویاند وايي نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا زیاتو څېړنو او قانوني چلند په موخه به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د جنايي جرمونو، په ځانګړې توګه د وسایطو د غلا پر وړاندې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
