امنیت

طالبان: ډيکارلو د پاکستان د بریدونو دوسیه د ملګرو ملتونو مېز ته وړي

انځور- روزمري ډيکارلو له امیرخان متقي سره

د طالبانو د ادارې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمري ډيکارلو له امیرخان متقي سره په یوه ټیلیفوني مکالمه کې د دوحې د بهیر په اړه د خبرو ترڅنګ ویلي چې د پاکستان د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو «او نورو لورو» سره مطرح کړي.

که څه هم ملګرو ملتونو تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو په اعلامیه کې راغلي چې مېرمن ډيکارلو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دواړو لورو د دوحې د بهیر په اړه «وړاندیزونه» مطرح کړي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې په شپه، د کب پر ۲مه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار خوګیاڼي، غني‌خېل او بهسود ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ بمبار کړې.

د طالبانو دفاع وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی به په «مناسب وخت کې، حساب شوی ځواب» ورکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید، د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتې روښانه نښه ده او دا ډول تکراري تېري به هیڅکله د هغوی کورنۍ ماتې پټې نه کړي».

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان پټنځایونه» په نښه کړي او پکې نږدې ۷۰ «ترهګر» وژل شوي دي.

طالبانو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه «تېری او پر ملکي وګړو برید» بللی او ادعا کوي چې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې په دې بریدونو کې له ۲۰ ډېر «ملکي وګړي» وژل شوي چې «ماشومان او ښځې» هم پکې شاملې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا بریدونه «غچ اخیستونکي» وو او په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د دغو بریدونو مسؤلیت د پاکستان تحریک طالبان یا «ټي‌ټي‌پي» او دغه راز داعش خراسان ډلې منلی