د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه د کب په ۴مه خپله ۶۱مه غونډه پیلوي، چې پکې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اجنډا په سر کې ځای لري.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر کلنی راپور او د سرمنشي ځانګړي راپورونه وڅېړل شي.
همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنټ به د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.
د بشري حقونو شورا په خپل وروستي پرېکړه لیک کې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د «نړیوالو جنایتونو او د نړیوالو قوانینو د جدي سرغړونو» په اړه یو خپلواک او دوامداره تحقیقاتي میکانیزم رامنځته کړي.
په نننۍ غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي د همدې خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د جوړېدو په اړه د شورا غړو ته تازه معلومات او شفاهي بیانیه وړاندې کړي.
یادې شورا د ریچارډ بېنټ ماموریت د یو بل کال لپاره هم تمدید کړی ترڅو په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې وڅاري او په اړه یې راپورونه چمتو کړي.
تر راپور وړاندې کولو وروسته به د شورا د غړو ترمنځ یو اړخیزه او پراخه خبرې اترې هم ترسره شي.
