امنیت

زرداري: پر افغانستان برید د پاکستان «حق» و

انځور- د پاکستان ولسمشر آصف علي زداري

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ننګرهار او پکتیکا پر ځینو برخو د دغه هېواد د پوځيانو وروستي هوايي بریدونه، د “پولو هاخوا ترهګرۍ” پر وړاندې له خپلو خلکو څخه د دفاع په برخه کې د پاکستان “حق” ښيي.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې سره خبرداری ورکړی: “هغه کسان چې په پاکستان کې د وینې تویدنې مسؤل دي، زموږ له لاسرسي څخه به لرې پاتې نه شي.”

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه “تېری او پر ملکي وګړو برید” بللی او ادعا کوي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په دغو بریدونو کې تر ۲۰ ډېر “ملکي وګړي” وژل شوي چې “ماشومان او ښځې” هم په کې شامل دي.

خو له بلې خوا، پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې په دغو بریدونو کې نږدې ۷۰ “ترهګر” وژل شوي دي.

پاکستاني جګړه ییزو الوتکو د شنبې په شپه (۲ کب) شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار د خوږیاڼو، غني‌خېلو او بهسودو ولسوالیو او همدارنګه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې برخې بمبار کړې.

د طالبانو دفاع وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی به په “مناسب وخت کې، حساب شوی ځواب” ورکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: “پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید، د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتو ښکاره ثبوت دی او دا ډول تکراري تېري به هیڅکله د هغوی داخلي ماتې پټې نه کړي.”

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا بریدونه “غچ اخیستونکي” دي او په اسلام‌اباد کې د شیعه ګانو پر یو جومات، باجوړ او بنو کې د روژې په میاشت کې د وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو په ځواب کې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په پاکستان کې د دغو بریدونو مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او داعش خراسان څانګې منلی و.