د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د (ټي ټي پي) او “داعش خراسان” ډلې اړوند اوه پټنځایونه او مرکزونه په نښه کړي دي.
دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا عملیات په هیواد کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
په دغو بریدونو کې په اسلام اباد کې پر یوې امام بارګاه، په باجوړ او بنو کې شوي بریدونه او همدارنګه د روژې په مبارکه میاشت کې په بنو کې د تیرې ورځې برید شامل دي.
د حکومت په اعلامیه کې راغلي: “پاکستان کره شواهد لري چې دا ترهګریز بریدونه په افغانستان کې د میشتو پاکستان ضد وسلوالو مشرانو او سمبالوونکو په لارښوونه شوي دي.”
اعلامیه زیاتوي چې پاکستان ته د خپلو وګړو امنیت لومړیتوب لري او دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د “غچ اخیستونکي ځواب” په توګه ترسره شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د تکراري غوښتنو سربېره، د افغانستان سرپرستې ادارې د خپلې خاورې د نه کارولو په اړه کوم جدي ګام نه دی اخیستی.
پاکستان یو ځل بیا له طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دوحې د تړون له مخې خپلې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنکړي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ټینګار کړی چې پاکستان به د داسې بریدونو په وړاندې له هیڅ ډول زغم څخه کار وانخلي.
تر دې وړاندې د دفاع وزیر خواجه آصف هم خبرداری ورکړی و چې که پاکستان کې بریدونه ونه درېږي، دوی به په افغانستان کې نظامي بریدونه وکړي.
د طالبانو دفاع وزارت دې بریدونو ته په مناسب وخت کې د مناسب ځواب ویلو خبره کړې
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تل د پاکستان تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هېچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
