منځنی ختیځ

د سختو محدودیتونو سربېره؛ ۸۰ زره مسلمانانو په مسجد اقصی کې د جمعې لمونځ ادا کړ

انځور- ټولنیزو رسنیو څځه

بیت‌المقدس کې د روژې مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې لمانځه ته لسګونه زره لمونځ کوونکي په داسې حال کې راټول شول، چې په ختیځ قدس کې د اسراییلي پولیسو له خوا کومه ځانګړې امنیتي پېښه نه ده راپور شوې.

ډېری لمونځ کوونکي د قدس د زاړه ښار له “باب العمود” څخه مسجد اقصی ته ننوتل، چې د اسلام درېیم مقدس ځای دی او په دې لاره کې سلګونه نور کسان هم د اسراییلي پولیسو تر څار لاندې د جومات په لور روان وو.

د فرانسې خبري اژانس خبریال وایي، د مسجد اقصی په انګړ کې په زرګونو کسان د لمر تر وړانګو لاندې اوږه په اوږه ودرېدل او د لوډسپیکرونو له لارې د لمانځه په غږ یې په خپلو لمڅیو سجدې ولګولې.

په دې مراسمو کې د لمونځ کوونکو شا د صخرې زرینې ګومبې ته وه، چې په دغه سپېڅلي انګړ کې یو پېژندل شوی نښان دی.

که څه هم ډېری لمونځ کوونکي د ختیځ قدس او یا پخپله د اسراییل له سیمو څخه راغلي وو، خو ځینې یې بیا له هغو امنیتي پوستو تېر شوي وو چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې او قدس ترمنځ پرتې دي.

په دې کې د “قلنډیا” پوسته هم شامله وه چې د رام الله او بیت‌المقدس ترمنځ د تګ راتګ اصلي لاره ده او هلته ګڼ شمېر خلک د ننوتلو لپاره په تمه وو.

د اردن تر مدیریت لاندې اسلامي اوقافو ادارې، چې د دغه سپېڅلي ځای چارې پر مخ وړي، راپور ورکړی چې د روژې د لومړۍ جمعې لپاره شاوخوا ۸۰ زره لمونځ کوونکي راټول شوي وو.

اسرائیلو د ټولې روژې میاشتې لپاره په زرګونو اضافي پولیس ځای پر ځای کړي او د لوېدیځې غاړې د اوسېدونکو لپاره یې هماغه تېر کال پلي شوي محدودیتونه یو ځل بیا تکرار کړي دي.

اسراییلي چارواکو اعلان کړی و چې له لوېدیځې غاړې څخه د راتلونکو فلسطینیانو لپاره یوازې ۱۰ زره جوازونه صادروي.

دا اجازه یوازې هغو ښځو ته چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو لوړ وي، هغو نارینه وو ته چې تر ۵۵ کلونو پورې عمر لري او هغه ماشومانو ته چې عمر یې تر ۱۲ کلونو کم وي ورکول شوې وه.

ام عوض یو له هغو فلسطیني ښځو وه چې د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه او په پوسته کې ایساره پاتې شوه.

هغې وویل چې دوی یوازې ډېر کم شمېر خلکو ته اجازه ورکوي او دا ظلم دی چې موږ له لمانځه منع کوي.

بلخوا جهاد بشارت وویل چې که نن یې اجازه ورنکړه، راتلونکې جمعه به بیا راځي، ځکه له خدای پرته بل هېڅوک نشي کولی دوی له مسجد اقصی څخه وګرځوي.

د قدس د پولیسو ویاند وویل چې لمونځ بې له کومې پېښې پای ته ورسېد.