د نایجیریا په شمال لوېدیځ “زمفارا” ایالت کې موټر سایکل سپرو وسله والو پر یوه کلي برید کړی چې په پایله کې یې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور لا درکه دي.
ځايي چارواکي او اوسېدونکي وایي، دغه برید د پنجشنبې په شپه پیل او تر جمعې سهار پورې یې دوام وکړ.
وسله والو پر “تونګان دوتسي” کلي برید وکړ، کورونو ته یې اور واچاو او ښځې او ماشومان یې له ځان سره وتښتول.
د سیمې یو تن استازي، حمیسو فارو ویلي چې تر اوسه د ۵۰ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو د تښتول شویو کسانو دقیق شمېر لا معلوم نه دی.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې دوی تر برید یوه ورځ وړاندې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی و چې په سیمه کې تر ۱۵۰ ډېر موټر سایکل سپاره وسله وال لیدل شوي، خو چارواکو هېڅ اقدام ونه کړ.
یو ځايي اوسېدونکي عبدالله ثاني رسنیو ته وویل: “موږ پرون ټوله شپه خوب نه دی کړی، ټول په درد کې یو؛ زما د کورنۍ درې غړي په دې برید کې ووژل شول.”
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په نایجیریا کې ناامني او د جنایتکارو ډلو فعالیتونه خورا زیات شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عیسویانو د وژنې په مخنیوي کې د نایجیریا حکومت پر پاتې راتلو نیوکه کړې وه.
د همدې اوونۍ په پیل کې د نایجیریا پوځ تایید کړه چې ۱۰۰ تنه امریکایي سرتېري سیمې ته رسېدلي ترڅو ځايي ځواکونو ته روزنه او استخباراتي معلومات ورکړي، خو دوی به په مخامخ جګړه کې برخه نه اخلي.
