د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې دا پېښه د کشم ولسوالۍ په “بلوچها” سیمه کې د یوه سوزوکي او پیکپ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت “د ډاډ وړ” ښودل شوی دی.
د یوې بلې خبرپاڼې په اساس، د همدې ولسوالۍ په “مادابه” سیمه کې په یوه بله ترافیکي پېښه کې هم دوه تنه ټپیان شوي دي. دغه ټپیان د درملنې لپاره د تخار ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال د ګڼو وګړو ژوند اخلي. د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې او نړیوالو بنسټونو د تېرو شمېرو له مخې، په هېواد کې کلنۍ زرګونه ترافیکي پېښې ثبتېږي چې سلګونه کسان په کې مړه او زرګونه نور ټپیان کېږي.
د چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، غیرمجاز سرعت او د ترافیکي څارنې نشتوالی د دې خونړیو پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
