په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د کاري فرصتونو برابرول، له کورنیو ملاتړ، زده کړو ته د ټولو لاسرسی او په پرېکړو کې پراخ ګډون په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د تامین بنسټیز شرطونه دي.
یوناما په خپل پیغام کې په افغانستان کې د ټولنیز عدالت پر پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان هر وګړی حق لري چې له هر ډول تبعیض پرته او د انساني کرامت په ساتلو سره کار وکړي او عاید ترلاسه کړي.
یوناما همدارنګه د بشري مرستو له لارې د کورنیو ملاتړ او د بديلو معیشتي فرصتونو رامنځته کول په افغانستان کې د ټولنیز عدالت له مهمو عناصرو څخه بللي دي.
د دغه پیغام په یوه بله برخه کې راغلي، هېڅ هېواد نشي کولای ټولنیز عدالت ته ورسېږي که چېرې یې نیمایي نفوس له ثانوي زده کړو محروم وي؛ دا هغه موضوع ده چې په مستقیم ډول د افغانستان له اوسني وضعیت سره تړاو لري.
یوناما پر پراخو خبرو اترو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پایداره سوله هغه مهال راتلای شي چې ښځې، ځوانان، قومونه او معلولین د پرېکړو په بهیر کې برخه ولري.
د یادونې وړ ده چې هر کال د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ د برابرۍ د ترویج، د تبعیض د له منځه وړلو او د ټولنیز پیوستون د پیاوړتیا په موخه لمانځل کېږي.
