روغتیا

ننګرهاریان ډینګي ماشو اندېښمن کړي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډینګي ماشو له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ اندېښمن کړي دي.

وحیدالله د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه چې تازه یې د ډینګي ماشي له امله مرګونی حالت تېر کړی له روغتیایي ادارو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي او له دغې ناورغۍ د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

وحیدالله زیاتوي: «ما په پټې کې کار کاوه، نه پوهېدم یو څه وچیچلم، خو سخت سوځېده، وروسته مې تبه شوه کورته چې ولاړم وغورځېدم، نور یوه اوونۍ پوه نشوم، چې چېرته یم او څنګه حالت سره مخ یم، کورنۍ مې هم راته اندېښمنه وه. خو اوس شکر ښه یم.»

یو شمېر نور بیا د ډینګي ماشو ترڅنګ د ژمي په راتګ د نورو موسمي ناروغیو یادونه هم کوي، چې په خبره یې خلک له سخت حالت سره مخ دي.

محمد ولي وایي، که روغتیايي ادارې خلکو ته روغتیايي خدمات ښه او ګړندي نه کړي ښايي په دې کمزوري اقتصادي حالت کې ګڼې کورنۍ د خپل کور غړي د ناروغیو له امله له لاسه ورکړي.

هغه وایي: «ننګرهار کې څه موده کیږي په ښار او ولسوالیو کې د ډینګي ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوې او زما خپله د کورنۍ غړي پري اخته شوي دا یوه لويه اندېښنه ده. په دې کمزوري اقتصاد سره خلک مبارزه نه شي ورسره کولای.»

اخوا، روغتیایي مسوولین بیا په دې ولايت کې د ډينګي ناروغي د کنټرول خبره کوي او وایي، په تېر يوه کال کې په ننګرهار کې له دې ناروغۍ د مړینې یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

د ننګرهار د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د درملنې مسوول ډاکټر عبدالاحد وایي، په تېره یوه میاشت کې په ټول ولایت کې د ډینګي تبې ۱۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دی زیاتوي، په یاد شمېر کسانو کې ۳۴ تنه یې ښځینه دي، چې د ټولو ښه درملنه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «د ډینګي ناروغۍ پېښې ورځ تر بلې کمېږې، هوا سړيږي او په يخه هوا کې دا ماشی وده نه شي کولای، په تله میاشت کې موږ سره ۱۳۴ پېښې ثبت شوې. د مړينې هېڅ پېښه نه لرو.»

دی وایي که خلک په اوسنیو حالاتو کې هم د شپې له خوا پشه‌خانې وکاروي ښايي ګڼې کورنۍ د دې ناروغۍ له ګواښه وژغورل شي.

ډاکتران هم یاده ناروغي د انسان لپاره له ګواښه ډکه بولي.

داکټر شفیع مومند وایي، ډينګي يوه ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ لېږدول کېږي، خو په خبره یې د ځان ساتنه کولای شي چې له دغې مرګونې ناروغۍ څخه انسان وساتي.

دی وایي ټولې کورنۍ بايد په خپلو سيمو کې چټل ځايونه او د ناپاکو اوبو ډنډونه له منځه يوسي او همداراز باید له پشه‌خانو ګټه واخلي.

هغه وایي: «د ډینګي ماشې، چې څوک وچیچي او پر دې ناروغۍ اخته شي سخته تبه، د ځان درد، اختلالات او د بدن له مختلفو ساحو د وينې بهیدنه یې لوی علایم دي.»

د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ډينګي ناروغۍ لومړنۍ پېښې ثبت شوې وې، چې تر ډېره يې ځايي چارواکو په تړاو شک درلود.

د مالوماتو له مخې د ډينګي ويروسي ناروغي له پاکستان څخه را لېږدول شوې او  او تر ډېره په یاد هېواد کې مرګونې ثابته شوې ده، خو د ننګرهار روغتیايي چارواکي ډاډ ورکوي، چې دوی کنټرول کړې او د مړینې ګواښ یې کم دی.