امنیت

پاکستاني علماء: بهرني لاسونه د سیمې هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي

انځور- ارشیف څخه

یو شمېر پاکستاني دیني عالمانو د چهارشنبې په ورځ بلوچستان کې یوې ناستې ته ویلي، چې بهرني قوتونه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اتحاد د مخنیوي او د پاکستان، افغانستان او ایران د بې ثباته کولو لپاره د تفرقي، کرکې او بې باورۍ خپرولو هڅې کوي.

دغو عالمانو په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت تر کړکېچن کېدو وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې جګړه د هېڅ ستونزې حل نه دی.

هغوی ټینګار وکړ چې د پاکستان د فډرالي دولت په ګډون ټول لوري باید په ګډه کښېني او د دغه ایالت مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دکتور عطاء الرحمن، محمد جمعه اسدي، انوارالحق حقاني او عبدالرحمن نورزي د هغو عالمانو له ډلې وو چې په یوه ګډه خبري ناسته کې یې ټینګار وکړ چې تلپاتې حل لاره په عدالت، منځګړیتوب او پخلاینه کې ده، نه د زور په کارولو کې.

دغه ناسته په بلوچستان کې د سولې د بیا ټینګښت او د عالمانو او مشایخو د بنسټیزو مسوولیتونو تر سرلیک لاندې کنفرانس وروسته جوړه شوې وه.

دیني عالمانو همداراز له پاکستاني دولت څخه وغوښتل چې د ټولو لادرکه شویو کسانو د دوسیو په اړه رڼې څېړنې وکړي.

هغوی زیاته کړه چې هر څوک که “مجرم” ثابت شي، باید په علني محکمو کې محاکمه شي او بې ګناه کسان باید فوراً خوشي شي.

یادو عالمانو ټینګار وکړ چې د بلوچستان نامتو علماء او مشایخ چمتو دي هر هغه مسوولیت پر غاړه واخلي چې په دغه ایالت کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره دوی ته سپارل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو تل افغان طالبان د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ او د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) په ملاتړ او هغوی ته د پناه ځایونو په ورکولو تورن کړي دي.

خو دا تورونه تر دې وړاندې د افغان طالبانو له لوري رد شوي او ویلي یې دي چې دوی هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

خو پاکستاني چارواکو په تکرار له طالبانو غوښتي چې په افغان خاوره کې د دوی د دولت د مخالفې ډلې د خوندي پناه ځایونو پر ضد اقدام وکړي او اجازه ورنکړي چې له هغې خوا په پاکستان کې بریدونه تنظیم شي.