سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ چې له متحده ایالاتو سره هوکړې ته رسېدل به د تهران لپاره یو “هوښیارانه” ګام وي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر دغه هېواد د احتمالي پوځي بریدونو اشاره کړې ده.
دواړو لوریو پدې وروستیو کې د عمان په منځګړیتوب غیر مستقیمې خبرې اترې وروسته له هغه بیا پیل کړې، چې ټرمپ تېره میاشت په ایران کې د لاریونوالو د ځپلو له امله په وار وار د نظامي اقدام ګواښ وکړ.
له دې وړاندې د خبرو اترو هڅې هغه مهال له ماتې سره مخ شوې وې چې د تېر کال په جون کې اسرائیلو پر ایران ناڅاپي بریدونه وکړل. دغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې واشنګټن هم د لنډ وخت لپاره برخه واخیسته او د ایران اټومي سایټونه یې بمبار کړل.
د سټلایټ تازه انځورونه ښيي چې ایران د امریکا له لوري د روانو فشارونو په لړ کې د خپلو زیانمنو شویو سایټونو په رغولو او پیاوړي کولو بوخت دی.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې، کارولین لیویټ خبریالانو ته وویل: «ایران به ډېر هوښیار وي که له ولسمشر ټرمپ او د هغه له ادارې سره هوکړه وکړي.»
د چهارشنبې په ورځ، ټرمپ یو ځل بیا پر خپله خواله رسنۍ “ټروت سوشل” کې ولیکل چې ښايي متحده ایالات پر ایران برید وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په منځني ختیځ کې د امریکا نظامي چمتووالی په زیاتیدو دی.
نوموړي بریتانیا ته هم خبرداری ورکړ چې په هند سمندر کې د “چاګوس” ټاپوګانو له حاکمیت څخه لاس وانخلي. هغه وویل چې هلته د “ډیاګو ګارسیا” هوايي اډه ښايي د یو “بې ثباته او خطرناک رژیم” د احتمالي بریدونو د ځپلو لپاره وکارول شي.
له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې له امریکا سره د راتلونکو خبرو اترو لپاره په یو چوکاټ کار کوي. تېره سه شنبه په جنیوا کې د عمان په منځګړیتوب د خبرو دویم پړاو ترسره شو.
عراقچي وویل چې تهران له واشنګټن سره په “لارښوونکو اصولو” هوکړه کړې، خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس وایي چې ایران لا هم د واشنګټن ټولې “سرې کرښې” نه دي منلې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې دوی جګړه نه غواړي، خو د امریکا غوښتنو ته سر هم نه ټیټوي. هغه وویل چې که پر دوی خپله اراده تپل کیږي او سپکاوی یې کیږي، نو دا ورته د منلو وړ نه ده.
همدارنګه، عراقچي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له مشر رافایل ګروسي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې تهران د راتلونکو مذاکراتو لپاره د یو لومړني او همغږي چوکاټ پر جوړولو تمرکز لري.
تهران دا مهال له اټومي ادارې سره ځینې همکارۍ ځنډولې او پلټونکو ته اجازه نه ورکوي چې هغه سایټونه وګوري چې د اسرائیلو او امریکا لخوا بمبار شوي دي. ایران دا نړیواله اداره په پلوي توب تورنوي.
بلخوا د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن به “په هر ډول چې وي” د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي، ځکه د هغه په وینا دا کار بېخي د منلو وړ نه دی.
د عمان په منځګړیتوب د دغو خبرو هدف د نظامي بریدونو مخنیوی دی، خو تهران غوښتنه کوي چې پر اقتصاد یې لګول شوي بندیزونه باید لیرې شي.
ایران ټینګار کوي چې خبرې باید یوازې پر اټومي موضوع وي، خو واشنګټن غواړي چې د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام او په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ هم د بحث برخه وي.
په نظامي ډګر کې، امریکا سیمې ته دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ لېږلې ده. سټلایټ انځورونه ښيي چې د امریکا “ایبراهم لینکن” بیړۍ له خپلو ۸۰ الوتکو سره د ایران له ساحل څخه په ۷۰۰ کیلومترۍ کې ځای پر ځای شوې ده.
د دې په غبرګون کې، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم په هرمز تنګي کې نظامي تمرینات پیل کړي دي. ایراني سیاستوالو ګواښ کړی چې که اړتیا شوه، د تېلو او ګازو دغه مهمه نړیواله لاره به وتړي.
