طالبانو په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د «قوادۍ، او د الکولي توکو د تولید او پلور» په تور په دورو وهلي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان هر یو یې ۳۹ ضربې درې وهلی دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې په فزیکي ډول مجازات شوي دي.
طالبانو ویلي چې د دغو کسانو د وهلو پر مهال په بلخ کې د دوی یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.
د طالبانو د سترې محکمې لخوا د خپرو شویو معلوماتو په اړه د “آمو” څېړنې ښيي چې په میزان، عقرب او قوس میاشتو کې د بدني مجازاتونو لړۍ مخ په زیاتېدو وه.
د دې څېړنو پر بنسټ، طالبانو په میزان میاشت کې ۷۱ تنه، په عقرب میاشت کې ۱۰۰ تنه او په قوس میاشت کې ۱۴۷ تنه په درو وهلي دي.
دغه راز په قوس میاشت کې، طالبانو د خوست ولایت په لوبغالي کې یو تن «قصاص» کړ؛ هغه پېښه چې د ماشومانو په ګډون زرګونو کسانو یې ننداره کوله.
یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ښځو په ګډون ۲۸۷ تنه په درو وهلي دي.
د دې راپور له مخې، له دې جملې څخه ۲۵۳ نارینه، ۳۰ ښځې، درې هلکان او یوه نجلۍ د طالبانو لخوا د بېلابېلو تورونو له امله د عامو خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي.
په ورته وخت کې یوناما وايي چې طالبانو په دې موده کې په بادغیس او خوست کې دوه تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.
د یوناما په وینا، دا کسان د طالبانو لخوا په «عمدي قتل» محکوم شوي وو او د مقتولانو د کورنیو د غړو لخوا په «ډزو» اعدام شول.
