د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې، د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه درې تنه مړه شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغه خبر په تایید سره ویلي چې دا پېښه نن سهار (چهارشنبه، د دلوې ۲۹مه) د مقر ولسوالۍ په “بازکو” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د یوه باربري موټر او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږو کسانو ژوند بایللی و.
د یادولو وړ ده چې د هېواد په لویو لارو او عمومي سړکونو کې ترافیکي پېښې په دې وروستیو کې په بېساري ډول زیاتې شوې دي چې په تېرو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نشتوالی، د چلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو کم پلنوالی (کم عرض توب) د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
