منځنی ختیځ

واټیکان د ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب رد کړ

واټیکان اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “سولې بورډ” په نوم نوښت کې ګډون نه کوي. د واټیکان تر ټولو لوړپوړي ډیپلوماټ، کارډینال پیټرو پارولین د سه شنبې په ورځ وویل چې د بحراني حالاتو مدیریت باید د ملګرو ملتونو لخوا ترسره شي.

پاپ لیو، چې د امریکا لومړی پاپ دی او د ټرمپ پر ځینو سیاستونو نیوکې هم لري، د تېرې جنوري میاشتې په جریان کې په دغه بورډ کې د شاملېدو لپاره بلل شوی و.

د ټرمپ د غزې د هغې طرحې له مخې چې په اکتوبر میاشت کې یې د یوې لړزانده اوربند لامل شوه، دغه بورډ باید د غزې د لنډمهالې حکومتولۍ چارې وڅاري.

ټرمپ وروسته وویل دغه بورډ، چې مشري به یې د ده په غاړه وي، پراخېږي ترڅو نورې نړیوالې شخړې هم حل کړي. ټاکل شوې چې دا بورډ خپله لومړۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې ترسره کړي ترڅو د غزې د بیارغونې په اړه خبرې وکړي.

ایټالیا او اروپايي ټولنې ویلي چې د دوی استازي پلان لري یوازې د “څارونکو” په توګه په دې ناسته کې ګډون وکړي، ځکه هغوی هم په رسمي ډول په دې بورډ کې غړیتوب نه لري.

پارولین وویل: «واټیکان به د خپل ځانګړي ماهیت له امله چې له نورو هېوادونو سره توپیر لري، په دې بورډ کې ګډون ونه کړي».

نوموړي زیاته کړه چې د دوی یوه اندېښنه دا ده چې په نړیواله کچه باید په ځانګړي ډول ملګري ملتونه دا ډول بحراني وضعیتونه مدیریت کړي.

د بشري حقونو ډېری کارپوهان وايي چې د یوې بهرنۍ سیمې د چارو د څارنې لپاره د ټرمپ دا بورډ یو “استعماري بڼه” لري.

دغه بورډ چې تېره میاشت پرانیستل شو، په دې هم تر نیوکو لاندې دی چې هیڅ فلسطینی غړی پکې نشته. ډېری هېوادونو د ټرمپ دې بلنې ته په احتیاط سره ځواب ویلی او کارپوهان اندېښمن دي چې دا بورډ ښايي د ملګرو ملتونو رول کمزوری کړي.

په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې له ۷۲ زره ډېر کسان وژل شوي، د لوږې بحران رامنځته شوی او نږدې ټول نفوس بې ځایه شوی دی.

د ملګرو ملتونو یوې څېړنې او ګڼو کارپوهانو دا کړنې “نسل وژنه” بللې ده. پاپ لیو په وار وار په غزه کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او نیوکه یې پرې کړې ده.