د عزیزي شرکت تولیدي او صنعتي څانګې د «پامیني لانګ رولینګ میلز» په نوم له یوه ایټالوي شرکت سره د سیخ ګول تولید په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.
د عزیزي ګروپ مالک، میرویس عزیزي د دغه قرارداد موخه د عزیزي شرکت د «سیخ ګول تولیدولو فابریکې بشپړول او فعالول» بللي دي.
د هغه په وینا، د دغه تړون پر بنسټ به ایټالوی شرکت په راتلونکو میاشتو کې د سیخ ګول تولیدي فابریکې ټول ماشین الات او تخنیکي سیسټمونه اکمال او چمتو کړي.
د سیخ ګول دا فابریکه د عزیزي شرکت له ۱۲ تولیدي فابریکو څخه یوه ده چې په کال کې د ۶۰۰،۰۰۰ ټنه تولید وړتیا لري. دا فابریکه د عربي متحده اماراتو په ابوظبي ښار کې په «کیزاد» سیمه کې جوړېږي ترڅو د دغه شرکت د ودانیزو پروژو اړتیاوې پوره کړي.
«پامیني لانګ رولینګ میلز» یو ایټالوی انجنیري او صنعتي شرکت دی چې د درنو صنایعو او فولادو په برخه کې فعالیت کوي. دا شرکت د فولادو تولیدي کارخانو او ماشین الاتو په ډیزاین او جوړولو کې ځانګړی مهارت لري.
بل لور ته، یو شمېر هېوادوال په بهر کې د افغان سوداګرو پر پانګونې نیوکه کوي او وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې د کارخانو جوړول د افغانستان د اوسني ستونزمن اقتصادي حالت لپاره هیڅ ګټه نه لري.
د دوی په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وزګارتیا او بې وزلي اوج ته رسېدلې او سوداګر باید په کور دننه پانګونه وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
