د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې ایران د تېر اوړي د بمبار د سختو پایلو له امله اوس له امریکا سره هوکړې ته اړ شوی دی. نوموړي په ډاګه کړه چې په جنیوا کې د نننیو اټومي خبرو په جریان کې به په «غیر مستقیم» ډول برخه واخلي.
ټرمپ د ولسمشر په ځانګړې الوتکه (Air Force One) کې خبریالانو ته وویل: «زه به په هغو خبرو کې په غیر مستقیم ډول ښکېل یم؛ او دا خبرې به ډېرې مهمې وي.»
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د جنیوا له ناستې وړاندې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی؛ امریکا منځني ختیځ ته خپله دویمه الوتکې وړونکې بېړۍ هم استولې ده. امریکايي چارواکو ځینو رسنیو ته ویلي، که دا خبرې ناکامه شي، امریکايي پوځ د یوې پراخې او دوامداره نظامي لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
کله چې له ټرمپ څخه د هوکړې د چانس په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې ایران تل په مذاکراتو کې د سخت دریځ نیولو هڅه کړې، خو تېر اوړی کله چې امریکا د دوی اټومي مرکزونه بمبار کړل، هغوی د دغه ډول چلند پایله ولیده.
ټرمپ اشاره وکړه چې تهران دا ځل مذاکراتو ته هڅول شوی دی. هغه وویل: «زه فکر نه کوم چې هغوی دې د هوکړې نه کولو پایلې وغواړي.»
د تېر کال د جون میاشتې له بریدونو وړاندې، د امریکا او ایران اټومي خبرې د واشنګټن د دې غوښتنې له امله په ټپه ولاړې وې چې تهران باید په خپله خاوره کې د یورانیمو غني کول بند کړي؛ ځکه امریکا دا چاره د اټومي وسلو جوړولو ته لاره بولي.
ټرمپ وویل: «موږ کولی شول د خپلو (B-2) سټیلت بم غورځوونکو الوتکو له لېږلو او د هغوی د اټومي ځواک له ویشتلو وړاندې هوکړه کړې وای. خو موږ اړ شوو چې B-2 الوتکې ولېږو. هیله لرم هغوی به دا ځل ډېر عاقلانه چلند وکړي.»
دا څرګندونې د ټرمپ د جمعې ورځې له خبرو سره توپیر لري؛ هغه مهال نوموړي په ایران کې د «حکومت د بدلولو» احتمالي ملاتړ کړی و او د لسیزو ناکامه خبرو یادونه یې کړې وه.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د اټومي اژانس له مشر سره وکتل او پر خپله ایکس پاڼه یې ولیکل چې دی جنیوا ته د یوې «عادلانه او مساوي هوکړې» لپاره تللی دی.
هغه زیاته کړه: «څه چې د خبرو پر مېز نشته، هغه د ګواښونو په وړاندې تسلېمېدل دي.»
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له میاشتو راهیسې له ایرانه غواړي چې د هغو ۴۴۰ کیلوګرامه خورا غني شويو یورانیمو د برخلیک په اړه معلومات ورکړي چې تېر کال د جون میاشتې له بریدونو وروسته نادرک شوي دي.
اژانس غواړي چې د نطنز، فردو او اصفهان په ګډون په ټولو بمبار شویو مرکزونو کې پلټنې په پوره ډول بیا پیل شي.
ایران بیا په ځواب کې په وار وار ګواښ کړی چې د هر ډول برید په غبرګون کې به د هرمز تنګی وتړي، چې دا کار به د نړۍ د تیلو پنځمه برخه جریان ودروي او بیې به اسمان ته پورته کړي. ایران د دوشنبې په ورځ په همدې تنګي کې پوځي تمرینات هم ترسره کړل.
سره له دې چې ټرمپ د هوکړې هیله مندي ښودلې، خو په مخ کې لوی خنډونه شته. واشنګټن غواړي په خبرو کې د ایران د توغندیو موضوع هم شامله کړي، خو تهران وايي یوازې پر اټومي محدودیتونو او د بندیزونو پر لرې کولو خبرې کوي او نه به د یورانیمو غني کول صفر ته ورسوي او نه به پر خپلو توغندیو معامله وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې هنګري ته په سفر دی، وویل چې له تهران سره هوکړه به خورا ګرانه وي.
هغه وویل: «زه فکر کوم چې د ډیپلوماسۍ له لارې د هوکړې فرصت شته، خو نه غواړم مبالغه وکړم. دا به سخته وي، ځکه موږ له داسې بنسټپالو شیعه مذهبي مشرانو سره مخ یو چې جیوپولیټیک نه، بلکې مذهبي پرېکړې کوي.»
