الجزیره وايي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې په بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ده نوي جوړ شوي «سولې بورډ» د جګړې له امله د ویجاړې شوې غزې د بیا رغونې لپاره د ۵ میلیارده ډالرو ژمنه کړې ده.
د یکشنبې په ورځ د اسراییلو دا بریدونه د هغه «اوربند» تازه سرغړونه ده چې د امریکا په منځګړیتوب د اکتوبر په ۱۰مه نېټه پیل شوی و.
روغتیایي سرچینو ویلي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې د «جبالیا» کډوالو کمپ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو خیمې په نښه کړې چې لږ تر لږه ۵ تنه پکې ووژل شول.
همدارنګه په خان یونس کې هم د اسراییلو په بریدونو کې ۵ نور کسان وژل شوي دي. په یو بل برید کې، د غزې په «تل الهوا» سیمه کې د فلسطینۍ اسلامي جهاد ډلې یو قوماندان، سامي الدحدوح هم وژل شوی دی.
د حماس ویاند حازم قاسم دا بریدونه «نوې ډلهییزه وژنه» وبلله او ویې ویل چې اسراییل غواړي په وینو لړلی واقعیت پر ځمکه تحمیل کړي او دا پیغام ورکړي چې د اوربند هڅې بې مانا دي.
د غزې د چارواکو په وینا، د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې چې اوربند اعلان شوی، اسراییلو ۶۰۱ فلسطینیان وژلي او ۱۶۰۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دې موده کې اسراییلو ۱۶۲۰ ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. بل لور ته، اسراییل بیا حماس د اوربند په ماتولو تورنوي او وايي چې ۴ سرتېري یې وژل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ده د نوي جوړ شوي «سولې بورډ» لومړۍ ناسته به د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې وشي.
ټرمپ پر خپله «ټروټ سوشل» پاڼه لیکلي چې د دغه بورډ غړو د غزې د بیا رغونې لپاره د ۵ میلیارده ډالرو ژمنه کړې او د زرګونو کسانو په ګډون یې د یو «نړیوال ثبات ځواک» د جوړولو هوډ کړی ترڅو په غزه کې امنیت وساتي.
امریکا له هېوادونو غوښتي چې په دغه بورډ کې د غړیتوب لپاره باید ۱ میلیارډ ډالر ورکړي. راپورونه وايي چې متحده عربي امارات لومړنی هېواد دی چې دا پیسې یې ورکړي او کویټ هم ښايي ورسره یوځای شي.
ټرمپ د دغه بورډ له لارې غواړي ملګري ملتونه څنډې ته کړي او په نړۍ کې شخړې په خپله خوښه حل کړي، خو د امریکا یو شمېر مهمو متحدینو په دغه بورډ کې له غړیتوب څخه ډډه کړې ده.
ټرمپ دا هم وویل چې حماس باید په بشپړ ډول بې وسلې شي. په مقابل کې حماس له دغه بورډ څخه وغوښتل چې پر اسراییلو فشار راوړي ترڅو اوربند ته غاړه کېږدي.
