سوداګري

د افغانستان او داغستان سوداګرو پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د هېواد سوداګرو د روسیې د داغستان له سوداګرو سره د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

یادې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه لیکونه د ټرانسپورټ او خوراکي توکو په برخو کې دي.

دا هوکړه لیکونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د روسیې د فدراسیون د دغه کورواکي ( خپلواک) جمهوریت چارواکو او د طالبانو مسوولینو په دې وروستیو کې یو بل سره سفرونه هم کړي دي.

طالبان له تېرو څلورو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو اوفرضي پولو له تړل کېدو وروسته، د هېواد د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي.

که څه هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو لارې، په ځانګړي ډول په شمال کې د ازبکستان او په لوېدیځ کې د ایران لارې لا هم د سوداګرۍ پر مخ خلاصې دي؛ خو د کارپوهانو په باور، تر اوسه پورې دا لارې نه دي توانېدلي چې له پاکستان سره د هېواد د سوداګریزو لارو بشپړ ځای ناستي شي.

له بلې خوا، له پاکستان سره د سوداګریزو پولو له تړل کېدو وروسته، په هېواد کې د خوراکي توکو، صنعتي خامو موادو او درملو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.