د “آمو” ټلوېزیون موندنې چې د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمېسیون له خپرو شویو بیانیو څخه ترلاسه شوي، ښيي چې په تېره یوه اونۍ کې (د سلواغې له ۱۸مې تر ۲۴مې) پاکستان ۱۹،۳۸۳ افغان کډوال ایستلي دي.
له دې سره هممهاله، ۹۵۸ تنه له ایران څخه هم ایستل شوي؛ چې د دغو ایستلو ډېره برخه په جبري ډول ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، ورېښمو پله او اسلام کلا له سرحدي پولو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې یوه اونۍ وړاندې هم (د سلواغې له ۱۰مې تر ۱۷مې) ۱۴،۵۷۶ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي وو.
په نږدې وروستیو دوو کلونو کې، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو د بېساري زیاتوالي شاهد دی.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې سازمان لا وړاندې خبرداری ورکړی و چې په لویه کچه دا راستنېدنې د افغانستان پر محدودو سرچینو او د مرستو رسولو پر ظرفیتونو دروند فشار راوړي.
