منځنی ختیځ

ټرمپ به د «سولې بورډ» په لومړۍ ناسته کې د غزې لپاره مالي پلان او د سرتېرو لېږل اعلان کړي

انځور- ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ د خپل «سولې بورډ» په لومړۍ رسمي ناسته کې د غزې لپاره د څو میلیارډه ډالرو د بیارغونې پلان او د دغې فلسطیني سیمې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یو مجاز ثبات ساتونکي ځواک مفصل پلانونه اعلان کړي. دا خبر دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ روېټرز ته تایید کړی دی.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ویلي، تمه ده چې د فبرورۍ په ۱۹مه واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ په مشرۍ په دې ناسته کې د ۲۰ هېوادونو پلاوي او د دولتونو مشران ګډون وکړي.

ټرمپ د جنوري په ۲۳مه په سویس کې د سولې بورډ د جوړولو اسناد لاسلیک کړل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې د ټرمپ د غزې د پلان د یوې برخې په توګه تایید شوي دي.

په داسې حال کې چې د سیمې قدرتونو لکه ترکیه، مصر، سعودي عربستان، قطر او اندونیزیا له دغه بورډ سره یوځای شوي، خو لوېدیځ متحدین تر اوسه محتاط دي.

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ واشنګټن ته د سفر پر مهال وویل چې اسرایل له دغه بورډ سره یوځای شوی دی.

 چارواکو ویلي چې د ناستې مرکزي برخه به د څو میلیارډه ډالرو فنډ اعلان وي چې د بورډ د غړو هېوادونو مالي مرستې به پکې شاملې وي.

یو چارواکي دا وړاندیزونه «سخاوتمندانه» بللي او ویلي یې دي چې امریکا په مستقیم ډول د پیسو غوښتنه نه ده کړې، بلکې هېوادونو په خپله د مرستې وړاندیز کړی دی.

د نړیوال ثبات ساتونکي ځواک لېږل د ټرمپ د پلان د راتلونکي پړاو کلیدي برخه ده. د لومړي پړاو له مخې، د اکتوبر په ۱۰مه یو نازک اوربند پیل شو چې حماس یرغمل شوي کسان خوشې کړل او اسرایلو فلسطیني بندیان ازاد کړل.

ټرمپ به اعلان کړي چې څو هېوادونه پلان لري په زرګونو سرتېري دې ځواک ته ورکړي چې په راتلونکو میاشتو کې په غزه کې ځای پر ځای شي.

د ټرمپ د پلان له مخې، د حماس هغه غړي چې سوله ییز ژوند ته ژمن پاتې شي او وسلې کېږدي، بخښنه به ورته وشي او هغه چې غواړي له غزې ووځي، نورو هېوادونو ته به د خوندي وتلو اجازه ورکړل شي.

همداراز په دې ناستو کې به د «غزې د ادارې ملي کمېټې» د کارونو په اړه مفصل راپورونه وړاندې شي، چې په غزه کې یې د ملکي چارو د سمبالولو لپاره لومړۍ ناسته په جنوري کې کړې وه.