امنیت

ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.

دا پېښه نن ماسپښین شاوخوا دولس نیمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ د “څلورم فارم” په سپین خوړ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو یوه موندل شوې ناچاوده مرمۍ د لوبې پر مهال اور ته غورځولې وه.

په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر وایي، چې د دوی امنیتي ځواکونو سمدستي سیمې ته ځان رسولی او ټپیان یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د روغتون سرچینو د دوو تنو ټپي ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات په ماینونو او ناچاوده توکو ککړ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه دریم هیواد دی چې تر ټولو زیات خلک پکې د ناچاوده توکو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې په سلګونو کسان، چې ۸۵ سلنه یې ماشومان وو، د ناچاوده توکو او ماینونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم معیوب شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) په وینا، د تېرو څلورو لسیزو جګړو پاتې شوني لا هم د افغانانو لپاره یو لوی ګواښ دی او که څه هم جګړه کمه شوې، خو د مرګ‌ژوبلې دا کچه لا هم لوړه پاتې ده ځکه چې ډېری ماشومان د وسپنې ټولولو یا لوبو پر مهال د دغو توکو قرباني کېږي.