د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق د ملګرو ملتونو له جګپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د «ترهګرو» ډلو د فعالیتونو او له افغان خاورې د هېواد د پولو په اوږدو کې د بریدونو په اړه د خپل هېواد اندېښنې شریکې کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد په امنیتي برخه کې د سیمهییزې همغږۍ غوښتونکی دی.
محمد صادق پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر(یوناما) له یوه پلاوي سره کتلي دي.
د دې پلاوي مشري د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال، اندریکا راتواته کوله چې په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري چارو همغږي کوونکی هم دی. په دې ناسته کې په اسلاماباد کې د یوناما د اړیکو د دفتر مشر، مالیک سیسای هم ګډون درلود.
د ښاغلي صادق په وینا، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت، امنیتي تحولاتو، سوداګرۍ او نورو مهمو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
نوموړي هغه څه چې «په افغانستان کې د مېشتو ترهرګرو ډلو له امله جدي امنیتي ننګونې» وبللې، په ګوته کړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د پاکستان ځانګړي استازي د هغه څه په وړاندې چې ده «ګډ ګواښ» وباله، د همغږو سیمییزو او نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه او د ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره یې پر دوامداره تعامل ټینګار وکړ.
د ده په وینا، په دې لیدنه کې د بشري ملاتړ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پر همغږۍ او د سیمې پر اوږدمهاله ثبات بحث وشو.
په یوه بله جلا لیدنه کې، محمد صادق د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت سره هم وکتل.
د پاکستان د استازي په وینا، دواړو لورو د افغانستان د بشري حقونو په وضعیت کې د وروستیو بدلونونو او شته امنیتي ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې دننه د وسلهوالو بریدونو له زیاتېدو وروسته ترینګلې شوې دي؛ اسلاماباد ادعا کوي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.
