افغانستان

طالبانو د سلواغې ۲۶مه عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې یکشنبه، چې د سلواغې له ۲۶مې نېټې سره سمون خوري، په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. دا ورځ له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له کلیزې سره برابره ده.

۳۷ کاله وړاندې په همدې ورځ، د سرې قشون وروستیو سرتېرو له لس کلن حضور وروسته افغانستان پرېښود او د حیرتان د سرحدي پله له لارې ازبکستان ته ننوتل.

د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې (جدي) په ۶مه، د پخواني شوروي اتحاد د سرې لښکر ۴۰مې زرهي فرقې پر افغانستان یرغل وکړ. د هېواد د اشغال لومړي پړاوونه له ګڼو مبارزو ډلو سره په نښتو پیل شول.

شوروي ځواکونو په افغانستان کې لس کاله شتون درلود؛ هغه شتون چې تل له خونړیو جګړو او درنو تلفاتو، په ځانګړې توګه د ملکي وګړو له مرګ‌ژوبلې سره مل و.

د لسو کلونو له تېرېدو او د هېواد د مجاهدینو له پرله‌پسې مبارزو وروسته، دا ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ خو له دغه وتلو سره سم، هېواد له بدمرغه د کورنیو جګړو یو بل پړاو ته ننوت.