په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د «فبرورۍ ۱۱مې، په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو او تحصیل د بندیز ۱۶۰۷ ورځې پوره شوې؛ دا وضعیت د افغانستان د راتلونکي یو «دردوونکی انځور» وړاندې کوي.
یوناما زیاته کړې چې دا ورځ په افغانستان کې په «ژور خپګان» سره نمانځل کېږي؛ ځکه له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې د علومو او نورو حیاتي برخو څخه لرې ساتل شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له ۱۲ کلنۍ پورته د ټولو نجونو او ښځو پر مخ د زدهکړو او لوړو تحصیلاتو دروازې بېرته پرانیزي.
په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا په ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضیاتو (STEM) کې د ښځو د برابرې ونډې د ترویج په موخه نومول شوې ده.
دا ورځ د ښځینه ساینسپوهانو د لاسته راوړنو د نمانځلو ترڅنګ، د جنسیتي تبعیض پر لرې کولو او په بنسټیزو علومو کې د نجونو د زدهکړو پر اړتیا ټینګار کوي.
ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې اصلي موخه ساینس ته د ښځو بشپړ او برابر لاسرسی او د نړۍ په پرمختګ او ټیکنالوژۍ کې د هغوی د رول پیاوړي کول دي.
