د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د طالبانو امنيتي ځواکونو درې تنه وسلهوال غله تر يوې وسلهوالې نښتې وروسته د غلا پر مهال ونيول.
ننګرهار کې د طالبانو د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو غلو په کامې ولسوالۍ کې په يو کور کې په عملي ډول غلا کوله، چې د امنيتي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې يادو کسانو د تېښتې هڅه کوله او پر پوليسو یې ډزې وکړې، خو د امنيتي ځواکونو په ځوابيه ډزو کې درې واړه ټپيان او لاس په لاس ونيول شول.
ويل کېږي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي، ترڅو تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او د کور غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو، په ځانګړې توګه په کامې او شاوخوا سیمو کې د جنايي پېښو او د شپې لخوا د غلاوو راپورونه زیات شوي، چې د سیمې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي وو.
د ولسي خلکو د شکایتونو په زیاتېدو سره، امنیتي ځواکونو په سیمه کې ګزمې او استخباراتي څارنه ګړندۍ کړې وه، ترڅو د خلکو د سر او مال ساتنه په سمه توګه وکړي.
