امنیت

فضل الرحمن: که ترهګر له افغانستانه راځي، نو ولې یې څوک مخه نه نیسي؟

انځور- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمن

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام، د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر، مولانا فضل الرحمن د اسلام‌اباد پر بهرنۍ پالیسۍ په نیوکې سره ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د سیمې له ټولو هېوادونو سره ستونزې لري او پوښتنه یې کړې، که ترهګر له افغانستانه راځي، نو ولې یې څوک مخه نه نیسي؟

نوموړي د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د خپل ګوند د ځوانانو کنوانسیون ته په وینا کې د پاکستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت نیوکې وکړې او ویې ویل چې د دغه هېواد ملي امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

فضل الرحمن زیاته کړه، په داسې حال کې چې له افغانستانه د ځینو عادي توکو پر واردولو بندیز دی، خو د ترهګرو تګ راتګ پرته له کوم خنډه دوام لري.

هغه زیاته کړه: «یو جنرال د خبرو اترو خبره کوي او بل د جګړې؛ دا ښيي چې دولت شتون نه لري او پرېکړې د جنرالانو په لاس کې دي.»

نوموړي په اسلام‌اباد کې د جمعې د ورځې د لمونځ کوونکو وژلو ته په اشارې وویل، خلک داسې احساسوي چې واکمني نشته او د دغه وضعیت پایلې تر اسلام‌اباده رسېدلي دي. او زیاته یې کړه خلک به تر کومه وخته په ښایسته خبرو تېر ایستل کېږي.

مولانا د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، که د هند پر وړاندې زړورتیا ښودل شوې وای، خلکو به له واکمنۍ ملاتړ کړی وای، خو په اوسنیو شرایطو کې پر کورني سیاست باور له منځه تللی دی.

فضل الرحمن د هېواد څخه د پانګو او پيسو پر وتلو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان اقتصاد د ایران، هند، چین او افغانستان د اقتصاد په پرتله وروسته پاتې دی.

د جمعیت علماء اسلام مشر خبرداری ورکړ چې ځواکمنې کړۍ هڅه کوي د نویو قوانینو په جوړولو سره په پارلمان کې د قانون جوړونې پر بهیر خپل نفوذ زیات کړي؛ هغه موضوع چې د ده په خبره د پاکستان ملي امنیت ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د خونړیو بریدونو په زیاتېدو سره، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ کړکېچ نوي پړاو ته داخل شوی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکو په خپلو وروستیو دریځونو کې طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې د داعش خراسان څانګې، د پاکستاني طالبانو (TTP) او نورو په ګډون له شلو ډېرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعال شتون لري.

د هغه په وینا، د افغانستان خاوره په پرله‌پسې ډول د پاکستان پر وړاندې د بریدونو د سازماندهۍ لپاره کارول شوې او په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی برید هم په افغانستان کې پلان شوی و.

نقوي ټینګار وکړ چې د دغه برید “طراح” یو افغان وګړی او د داعش غړی دی چې اوس له امنیتي ځواکونو سره په بند کې دی.

بلخوا، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په کابل کې یوې ناستې ته د پاکستان د نوم له اخیستو پرته ویلي چې افغانستان به هېڅکله د دښمنانو لپاره «غوړه مړۍ» نه وي او تاریخ ښودلې چې دا هېواد د سترو قدرتونو لپاره «هضمېدونکی» نه دی.

په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید، په تېرو لسو ورځو کې په پاکستان کې دویمه خونړۍ پېښه ده.