د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغنی برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې، په هېواد کې د پانګونې په بدل کې بهرنیو پانګوالو ته له یو څخه تر لسو کلونو پورې د افغانستان د استوګنې (اقامت) د ورکړې طرحه تر څېړنې وروسته تصویب شوه.
په دغه ناسته کې چې د شنبې په ورځ، د دلوې په ۱۸مه ترسره شوه، د کمېسیون غړو بهرنیو پانګوالو ته د استوګنې د ورکړې د چوکاټ په اړه بحث وکړ.
د یادې پرېکړې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې د استوګنې موده د پانګونې کچې ته په کتو، په مشخصو ډلبندیو کې تنظیم شي.
همدارنګه یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د دغې طرحې جزیات د بېلابېلو اړخونو په پام کې نیولو سره وڅېړي او وروستی راپور د اقتصادي کمېسیون بلې ناستې ته وړاندې کړي.
طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې هڅه کړې چې له سیمې او نړۍ سره خپل اصلي سیاست “اقتصاد محوره” معرفي کړي.
په همدې تړاو د دې ډلې اقتصادي معاونیت او د سوداګرۍ وزارت ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ناستې او سفرونه ترسره کړي دي.
خو د کارپوهانو په وینا، تر اوسه د طالبانو د ادارې د مشروعیت نشتوالي، د شفافو سوداګریزو قوانینو نشتوالي او همدارنګه امنیتي اندېښنو له امله د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له سترو پانګونو ډډه کوي.
روسیه چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې او هڅه کوي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته خپل صادرات پراخ کړي، لا هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنه ده.
