بشري حقوق

طالبان په پروان کې ۸ کسان په دُورُ ووهل

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په پروان ولایت کې یې د درېیو ښځو په ګډون اته کسان د “نامشروع اړیکو” په تور د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي.

د محکمې د خبرپاڼې له مخې، د بګرام په ولسوالۍ کې د دغو کسانو هر یو ۳۹ درې وهل شوي او د سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ له یو کال څخه تر څلورو کلونو پورې په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د سزا ورکولو په دغه مراسمو کې د طالبانو سيمه يیزو چارواکو او د پروان یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

 دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو (تله، لړم، لیندۍ او مرغومې) کې د بدني سزاګانو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د “آمو” ټلوېزیون موندنې چې د سترې محکمې له خبرپاڼو څخه راټولې شوې، ښيي چې یوازې د مرغومې په میاشت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.

 همداراز، په تېرو څلورو میاشتو کې د دغو کسانو مجموعي شمېر لږ تر لږه ۴۶۰ تنو ته رسېدلی دی.