د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن د عمان په سلطنت کې له ایراني لوري سره تر غیرمستقیمو خبرو وروسته “خورا ښې خبرې” کړي دي.
ایران هم په خپل وار سره له متحده ایالاتو سره د نورو مذاکراتو د ترسره کېدو تمه ښودلې او په دغه خلیجي هېواد کې یې د یوې ورځې خبرو اترو “مثبته فضا” ستایلې ده.
دا خبرې په داسې حال کې په مسقط کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شوې چې یوې امریکايي سمندري ډلې، چې مشري یې یوې الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ کوله، د منځني ختیځ په اوبو کې حضور درلود. دواړو پلاوو په ښکاره ډول مخامخ سره ونه کتل.
د خبرو له پای ته رسېدو لږ وروسته، متحده ایالاتو پر ځینو بار وړونکو شرکتونو او کښتیو نوي بندیزونه اعلان کړل چې موخه یې د ایران د تېلو د صادراتو مخنیوی دی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې دا اقدام په مستقیم ډول له دغو خبرو سره تړاو درلود که نه.
دا مذاکرات د تېر کال د جون میاشتې راهیسې، کله چې متحده ایالاتو د ایران او اسرائیلو په جګړه کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، د دواړو غلیمانو ترمنځ لومړنۍ خبرې وې.
ټرمپ فلوریډا ته په الوتکه کې خبریالانو ته وویل: “موږ په ورته ډول د ایران په اړه خورا ښې خبرې وکړې او د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به بیا سره وګورو.” خو کله چې واشنګټن د نوي نظامي اقدام خبرداری ورکړ او ایران یې په وړاندې غبرګون وښود، ټرمپ وویل: “که هغوی هوکړه ونه کړي، پایلې به یې خورا سختې وي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې په مسقط کې یې د خپل هېواد د پلاوي مشري کوله، وویل چې خبرې “یوازې” د ایران پر اټومي پروګرام متمرکزې وې.
بل لور ته، د امریکا پلاوي چې مشري یې د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ با نفوذه زوم جیرډ کوشنر کوله، غوښتل چې د وسلهوالو ډلو ملاتړ، د بالستیک توغندیو پروګرام او له لاریونوالو سره چلند هم په اجنډا کې شامل شي.
عراقچي ایراني دولتي ټلویزیون ته وویل: “په خورا مثبته فضا کې زموږ استدلالونه تبادله شول او د مقابل لوري نظریات له موږ سره شریک شول.” هغه د ایران له رسمي خبري اژانس (ایرنا) سره په خبرو کې هیله وښوده چې واشنګټن به له “ګواښونو او فشارونو” ډډه وکړي ترڅو خبرې دوام ومومي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) مشر جنرال براد کوپر هم په دغو خبرو کې حاضر و.
د امریکا متحد هېواد قطر هیله ښودلې چې دا خبرې به یوې جامع هوکړې ته لاره هواره کړي چې د دواړو خواوو ګټې خوندي او په سیمه کې ثبات رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ دا روښانه کړې چې دوی غواړي د ایران د اټومي بم جوړولو وړتیا مهار کړي، هغه ادعا چې ایران تل رد کړې ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم پر ایران غږ وکړ چې د “بې ثباته کونکي ځواک” په توګه عمل کول بند کړي.
دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د بشري حقونو سازمانونو (HRANA) ادعا کړې چې د تېرې میاشتې په اعتراضونو کې ۶۵۰۵ لاریونوال او ۲۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۵۱ زره کسان نیول شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ټرمپ ژمن دی د “اعظمي فشار” (Maximum Pressure) کمپاین له لارې د ایران د تېلو صادرات صفر ته راښکته کړي، په داسې حال کې چې ایران ګواښ کړی که برید پرې وشي، په سیمه کې به د امریکا اډې په نښه کړي.
