د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ په ډیپلوماټیکه کچه د تشنج له کمولو وروسته، نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول دواړو لوریو په مسقط کې د خپل اټومي پروګرام او سیمه ییزو شخړو په اړه حساس مذاکرات پیل کړل.
دا ناسته چې د عمان په پلازمېنه کې د هاجر غرونو په غېږ کې ترسره کېږي، په داسې حال کې تنظیم شوې چې تېره اوونۍ د دغو خبرو د کوربه توب پر سر د ترکیې او عمان ترمنځ کشمکشونه روان وو، خو په پای کې تهران او واشنګټن د مسقط په منځګړیتوب هوکړه وکړه.
دا خبرې په داسې حال کې د میز سر ته راځي چې یوازې څو میاشتې وړاندې د جون په میاشت کې د اسرائیلو او ایران ترمنځ خونړۍ ۱۲ ورځنۍ جګړه تېره شوه، چې په ترڅ کې یې امریکايي الوتکو د ایران اټومي مرکزونه بمبار کړل او د یورانیمو د بډاینې ډېرې هغه دستګاوې یې له منځه یووړې چې وسلو ته په نږدې کچه یې کار کاوه.
د اسرائیلو بریدونو هم د ایران هوايي دفاعي سیسټمونه شنډ کړي او د دغه هېواد د بالستیک توغندیو زېرمو ته یې سخت زیان اړولی دی.
اوسمهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او نور چارواکي په دې باور دي چې د ایران مذهبي نظام په کور دننه د تېرې میاشتې له پراخو لاریونونو او د ۸۶ کلن مذهبي مشر ایت الله علي خامنهیي پر ضد له ولسي پاڅونونو وروسته په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی.
د دې خبرو لپاره د ایران له خوا د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له یوه جګپوړي پلاوي سره مسقط ته رسېدلی او د خامنهیي نږدې سلاکار علي شمخاني هغه ته د بشپړ واک او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
بلخوا د امریکا په استازیتوب د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د هغه زوم جارد کوشنر د خبرو مشري کوي.
کوشنر چې په وروستیو کې یې د غزې او اوکراین په چارو کې هم مهم رول لوبولی، له ابوظبي او قطر څخه وروسته عمان ته راغلی ترڅو له ایرانیانو سره پر یوې داسې هوکړې بحث وکړي چې په کې د یورانیمو د بډاینې بشپړ درول، د هغو بهر ته لېږدول او د بالستیک توغندیو د نه کارولو ژمنه شامل وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغو مذاکراتو په اړه وویل، ترڅو چې خبرې واقعاً یوې مانا لرونکې پایلې ته ورسېږي، باید د بالستیک توغندیو واټن، په سیمه کې د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، اټومي پروګرام او د ایران لخوا د خپلو خلکو سره چلند پکې شامل وي.
روبیو زیاته کړه: زه ډاډه نه یم چې تاسو به وکولای شئ له دغو کسانو سره یوې هوکړې ته ورسېږئ، خو موږ به هڅه وکړو چې دا معلومه کړو.
نوموړي ټینګار وکړ چې په اوسني وړاندیز کې له ایرانه غوښتل شوي چې د راتلونکو دریو کلونو لپاره د یورانیمو بډاینه په ټپه ودروي او خپل ټول پخواني بډایه شوي یورانیم له هېواده بهر ولېږدوي، چې احتمالاً روسیه به یې ترلاسه کوي.
که څه هم ایران لا تر اوسه یوازې پر اټومي موضوع د غږېدو ټینګار کوي، خو په سیمه کې د امریکا د “یو ایس ایس ابراهیم لینکن” کښتۍ او نورو جنګي بېړیو شتون پر تهران نظامي فشار زیات کړی ترڅو په خبرو کې یوې روغې جوړې ته غاړه کېږدي.
