امنیت

طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا اندېښنې «بې‌بنسټه» وبللې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او سیمې او نړۍ ته د هغوی د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو اندېښنې «بې‌بنسټه او منفي تبلیغات» بللي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په دې اعلامیه کې ادعا کړې چې «افغانستان امن دی او په هېواد کې هېڅ بهرنۍ یا په خپل سره ډله شتون نه لري.» هغه همداراز ادعا کړې چې «د داعش پدیده چې په افغانستان کې ماته شوې»، اوس یې په پاکستان کې «ځالې جوړې کړې دي».

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ ناسته کې په نړۍ کې د ترهګرو ډلو ګواښونه وڅېړل. په دې ناسته کې د امریکا، بریتانیا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال سرپرست، او همداراز د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ وباله.

په دې ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د سرمنشي د مرستیالۍ سرپرست، الکساندر زوئف وویل: «په افغانستان کې، د داعش خراسان څانګه لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو له جدي ګواښونو څخه شمېرل کېږي.» د بریتانیا استازي هم وویل چې هېواد یې په افغانستان او تر هغه هاخوا د داعش د خراسان څانګې پر ګواښونو تمرکز لري.

همداراز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې «پرېکنده» اقدام وکړي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ باید جدي ونیول شي او زیاته یې کړه چې داعش، القاعده او د ختیځ ترکستان غورځنګ لا هم په افغانستان کې فعال دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، عاصم افتخار احمد په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو د طالبانو په واکمنېدو سره «بیا ساه اخیستې ده.»

د امریکا استازي مایک والتز هم خبرداری ورکړ چې وسله‌والې ډلې له نویو ټیکنالوژیو څخه ناسمه ګټه پورته کوي او د داعش ګواښ د ترهګرۍ ضد هلو ځلو پر همغږۍ ټینګار کوي.

خو د طالبانو ویاند ویلي چې دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان په دې ناسته کې حضور نه لري ترڅو خپل مستند او واقعي دریځ وړاندې کړي.

 د هغه په وینا، یو شمېر هېوادونه له دغې خلا څخه «ناوړه ګټه» پورته کوي. نوموړي ویلي: «کله چې موږ وايو د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي، مانا یې دا ده چې هېڅ هېواد باید اندېښنه ونه لري.»

د ترهګرو ډلو د نشتوالي په اړه د طالبانو دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سیمې هېوادونو تل په افغانستان کې د دغو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 د ملګرو ملتونو نظارتي ډلې ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري.