امنیت

په یوه کال کې ۸۷ کسان په هېواد کې د ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې وژل شوي

د طالبانو تر مدیریت لاندې له پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۸۷ کسان د ماینونو او هغو پېښو په پایله کې چې له جګړو د پاتې شویو ناچاوده توکو پورې اړوند دي، ژوند بایللی دی.

د دې ادارې په وینا، په تېر کال کې یې د ناچاوده توکو او له جګړو د پاتې شویو ماینونو په تړاو شاوخوا ۱۹۳ پېښې ثبت کړې دي.

یادې ادارې لپاره د طالبانو ویاند، محمد یوسف حماد په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي چې په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۳۳۳ کسان ټپیان شوي هم دي.

د هغه په وینا، له دغو قربانیانو څخه ۶۷ سلنه یې ماشومان دي. محمد یوسف حماد وايي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د ۱۰۶۰۰۰ کیلومتره په مساحت سیمه له پاتې شویو ماینونو او ناچاوده توکو باندې ککړه ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې ۱۵۵ ټیمونو په ټول هېواد کې په دې برخه کې د عامه پوهاوي په موخه فعالیت کړی، چې له دې ډلې څخه ۲ میلیونه او ۱۲۶۰۰۰ کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا «یوناما» په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې د کچې له اړخه درېیم هېواد دی.

یاد بنسټ په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې لا هم په ټول هېواد کې په پراخه کچه ماینونه او د جګړې نور چاودېدونکي پاتې شوني شتون لري.

یوناما ویلي چې ملګري ملتونه لا هم په د ماین پاکۍ په برخه کې له غیردولتي بنسټونو څخه د مالي ملاتړ د تامین او دادخواهۍ ملاتړ کوي؛ ځکه دغه بنسټونه هره ورځ د ماینونو او د جګړې د نورو وژونکو پاتې شونو د پاکولو لپاره هڅه کوي او په ورته وخت کې د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو له لارې په ټول هېواد کې ځایي ټولنو ته د شته خطرونو په اړه زده کړې ورکوي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې چې ماشومان په افغانستان کې د ناچاوده توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي او د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي؛ هغه ماشومان چې ډېری وخت د لوبو پر مهال له ناچاوده توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان کېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.