د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت د «فبرورۍ ۴مې، د سرطان نړیوالې ورځې» په مناسبت د دې ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي ناسته جوړه کړې ده.
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د پوهاوي مسوول، محمد داوود میروهکي په دې ناسته کې د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ناسالمو خوړو مصرف او د نشه یي توکو کارول د سرطان د اخته کېدو له لاملونو څخه دي.
هغه زیاته کړه چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه تنه په سرطان اخته کېږي او نږدې لس میلیونه تنه یې د دې ناروغۍ له امله مړه کېږي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین، عبدالولي حقاني د سرطان ناروغۍ په وړاندې پر مبارزه کې د «ټولو پر ګډ مسوولیت» ټینګار وکړ.
بلخوا د دغه وزارت د پالیسۍ او روغتیا پراختیا معین، محمد حسن غیاثي په دې ناسته کې وویل: «سرطان یوازې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي زیان هم له ځایه سره لري.»
ورته مهال، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د تخصص د اکمال عمومي رییس، نثار احمد نیازي وویل چې له زړه د ناروغیو وروسته، سرطان په نړۍ کې د مړینې دویم لوی لامل ګڼل کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سرطان پر وخت تشخیص او درملنه کولی شي د مړینې کچه راټیټه کړي او د ناروغانو د ژغورنې او بقا کچه لوړه کړي.
سرطاني ناروغۍ د هغو ناروغیو ډله ده چې په بدن کې د غیر نورمال حجرو د نه کنټرولېدونکي ودې او خپرېدو په واسطه مشخص کېږي او تر ۱۰۰ ډېر ډولونه لري، چې په کې د سینې، سږو، وینې او معدې سرطانونه شامل دي.
دا ناروغۍ د جنتیکي یا چاپیریالي لاملونو له امله د «ډي این اې» د بدلونونو له لارې رامنځته کېږي او ممکن د بدن نورو نسجونو ته هم برید وکړي. د سکرینینګ له لارې ژر تشخیص په دې ډول ناروغۍ کې د بریالۍ درملنې کلیدي ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ارقام چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لخوا خپاره شوي، ښیي چې په افغانستان کې هر کال نږدې ۲۰۰۰۰ کسان په بېلابېلو سرطاني ناروغیو اخته کېږي او له دې جملې څخه ۱۵۰۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سرطان د تشخیص او درملنې یو مرکز چې طالبانو ورته «ملي روغتون» ویلي، تېره اونۍ په کابل کې پرانیستل شو.
د یادونې وړ ده چې د سرطان نړیواله ورځ هر کال د فبرورۍ په ۴مه، چې د دلوې له ۱۵مې یا ۱۶مې سره سمون خوري، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د عامه پوهاوي، ښوونې، مخنیوي او ژر تشخیص په موخه لمانځل کېږي.
دا نړیواله پېښه چې د سرطان د نړیوال کنټرول اتحادیې لخوا اداره کېږي، د سرطان له امله د مړینې په کمولو او د ناروغانو په ملاتړ تمرکز کوي.
