د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د «فبرورۍ ۴مه، د بشر د ورورولۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت غوښتنه کړې چې د ټولو لپاره د مساوي حقونو پر بنسټ نړۍ جوړه کړي او د یوې انساني کورنۍ په څېر په سوله کې ژوند وکړي.
ګوترش پر خپله ایکس پاڼه له ټولو خلکو غوښتي چې «وېره او تفرقه» یوې خواته کړي او د زغم او تنوع درناوی وکړي.
دا ورځ په داسې حال کې راځي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، د وګړو پر بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
په تازه ډول طالبانو د «جزايي اصولنامې» په نوم یو قانون توشیح کړی چې د بشري حقونو د بنسټونو په باور، په هېواد کې یې «جنسیتي اپارټایډ او تبعیض» او همدارنګه «طبقاتي جوړښت او مرییتوب» قانوني کړي دي.
د آمو تلوېزیون څېړنې ښيي چې په دغه قانون کې طالبانو هڅه کړې چې د هر ډول مخالف غږ مخه ونیسي. د دوی د چارواکو سپکاوی ۲۰ دورې سزا لري او مخالفینو ته پناه ورکول ۳۹ دورې سزا او ۵ کاله زندان لري. همدا راز د حنفي مذهب پرېښودل ۲ کاله زندان سزا لري.
حقوق پوهان خبرداری ورکوي چې په دې قانون کې د ښځو لپاره سزاګانې خورا سختې دي.
د ۵۸مې مادې له مخې، که یوه ښځه له دین څخه وګرځي، هغه په ابدي حبس محکومه ده او تر څو چې بېرته دین ته نه وي ګرځېدلې، په هرو دریو ورځو کې به ورته ۱۰ دورې سزا ورکول کېږي.
بل لور ته، که یو مېړه خپله مېرمن په سختۍ سره ووهي، یوازې په هغه صورت کې چې پر بدن یې د ماتې یا زخم نښې وي، مېړه ته یې یوازې ۱۵ ورځې زندان سزا ټاکل شوې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت د دغو نیوکو په غبرګون کې ویلي چې د دوی قوانین په بشپړ ډول له «اسلامي شریعت» سره سم دي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی چې پر یادو قوانینو اعتراض کول «شرعاً جرم» دی او نیوکه کوونکي به قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د فبرورۍ ۴مه د ملګرو ملتونو لخوا د سولې، د ادیانو ترمنځ د خبرو اترو او د ګډ سوله ییز ژوند د ترویج په موخه د بشر د ورورولۍ د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
دا ورځ په ۲۰۱۹ کال کې د «نړیوالې سولې لپاره د انساني ورورولۍ» د تاریخي سند د لاسلیک په یاد لمانځل کېږي.
