بشري حقوق

طالبانو په کابل کې ۱۸ کسان په دورو ووهل

انځور له آرشیف

د تعزیري سزاګانو په دوام، طالبانو په کابل کې ۱۸ کسان د نشه يي توکو د پیر او پلور او قاچاق په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو د ادارې د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په ۹مه، په کابل کې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو پر وړاندې د مبارزې د لومړنۍ محکمې د حکم پر بنسټ له ۱۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان همداراز له ۷ میاشتو نیولې تر دوه نیمو کلونو پورې په بند هم محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په روانه اونۍ کې لږترلږه ۳۸ کسان په دوو ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

د آمو ټلویزیون لخوا د طالبانو د سترې محکمې له خبرپاڼو څخه راټولې شوې شمېرې ښيي، چې د مرغومې (جدي) په میاشت کې لږترلږه ۱۴۰ کسان د طالبانو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

دا شمېرې همداراز ښيي، چې طالبانو د روان کال په څلورو میاشتو کې (تلې، لړم، لیندۍ او مرغومې) لږترلږه ۴۶۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

ځینې حقوق‌پوهان وايي، چې د حقوقي او شرعي اصولو پر بنسټ، هیڅوک د تورن د مجازات کولو اجازه نه لري.

ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د خلکو په وړاندې غیر انساني سزاګانې ژر تر ژره ودروي، خو طالبانو نه یوازې دا چې دا لړۍ بنده کړې نه ده، بلکې په وروستیو میاشتو کې د بدني سزا ګانو کچه نوره هم لوړه شوې ده.