افغانستان

ننګرهار کې د کور نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شول

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو مرکز وايي، چې په جلال‌اباد ښار کې د یو کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپی دی.

د دغه مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند «مرکزي غوچکو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې په مړو شویو کې یوه مور او د هغې شپږ ماشومان شامل دي او یوازې د کورنۍ پلار په کې ټپي شوی دی.

ویل کېږي چې دغه دوه پوړیز کور د نهر تر څنګ جوړ شوی و او تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و، چې بالاخره تېره شپه راونړېد.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې له پېښې سمدستي وروسته د طالبانو امنیتي مسوولین سیمې ته رسېدلي، جسدونه یې له خاورو راویستلي او عدلي طب ته یې لېږدولي دي، چې د قربانیانو د تکفین او تدفین مراسم به نن ترسره شي.

ننګرهار کې د طالبانو والي، محمد نعیم اخند په دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ، اړوندو ادارو ته جدي لارښوونه کړې چې له اغېزمنې کورنۍ سره عاجلې مرستې او پوره ملاتړ وکړي.