افغانستان

سیګار تر راتلونکو دوو ورځو پورې خپل ۱۷ کلن ماموریت پای ته رسوي

انځورـ د سیګار ادارې لوګو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) اعلان کړی، چې دغه بنسټ به د روان میلادي کال د جنوري په ۳۱مه نېټه په بشپړ ډول خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

دې بنسټ پر خپله ایکس پاڼه د هغو ټولو ادارو او اشخاصو مننه کړې چې د دوی د ۱۷ کلن فعالیت پر مهال یې د سیګار خپلواک نظارتي کارونه تعقیب کړي، ورڅخه یې ګټه اخیستې او یا یې هم ملاتړ کړی دی.

 سیګار په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د متحده ایالاتو د «ملي دفاعي جواز قانون» پر بنسټ، چې د هماغه کال د جنوري په ۲۸مه توشیح شو، په رسمي ډول تاسیس شو. د دې بنسټ موخه دا وه چې په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مرسته شویو پيسو پر لګښت او مصرف باندې دقیق نظارت او ارزونه وکړي.

دا چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا مرستندویه پيسې په سمه توګه مصرف شوې دي که نه، د فساد څېړل، د مرستو حیف او میل او د بودیجې له ناسمې کارونې څخه مخنیوی د دغه بنسټ د کار اصلي ساحه وه.

دغه بنسټ د خپلو ۱۷ کلنو فعالیتونو په ترڅ کې په دوامداره توګه د امریکا کانګرس او حکومت ته په افغانستان کې د امنیتي، ښوونیزو، روغتیايي او ودانیزو پروژو د پایلو په اړه راپورونه ورکول او دا یې ارزول چې ایا دغه پروژې په واقعیت کې پایله ورکړې او که نه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر موظف و چې په هېواد کې د بیارغونې پيسو د لګښت څرنګوالی وڅېړي او په دې برخه کې د فساد قضیې افشا کړي.