منځنی ختیځ

نعیم قاسم: پر ایران هر ډول برید د حزب‌الله په نښه کول دي؛ موږ بې‌طرفه نه پاتې کېږو

انځور – له ارشیف څخه نعیم قاسم

د لبنان د حزب‌الله ډلې عمومي منشي، نعیم قاسم، تېره ورځ (دوشنبه) په یوې ټلویزیوني وینا کې امریکا او اسراییلو ته خبرداری ورکړ. نوموړي وویل چې پر ایران هر ډول برید د حزب‌الله په نښه کول دي او دا جګړه به د سیمې ثبات په بشپړ ډول له منځه یوسي.

 دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې تېره اونۍ ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا یو لوی سمندري لښکر (ارمادا) د خلیج په لور په حرکت کې دی.

ټرمپ ویلي چې واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري، په ځانګړې توګه د هغو خونړیو ځپلو وروسته چې د ایران دننه د لاریونوالو پر وړاندې ترسره شوی دی.

 نعیم قاسم خپلو پلویانو ته وویل: «موږ د داسې برید سره مخ یو چې زموږ ترمنځ توپیر نه کوي… له همدې امله موږ د هر ډول احتمالي تېري هدف یو او دفاع ته چمتو یو.» هغه زیاته کړه چې که څه هم د عمل څرنګوالی د جګړې ډګر پورې اړه لري، خو «موږ بې‌طرفه نه یو».

نوموړي په ډاګه کړه چې په تېرو دوو میاشتو کې منځګړو هڅه کړې وه چې له حزب‌الله څخه دا ډاډ واخلي چې د امریکا او ایران په جګړه کې به مداخلت نه کوي، خو ده وویل چې حزب‌الله دا غوښتنه رد کړې او “بې‌طرفه نه پاتې کېږي.” د ده په وینا، د برید په صورت کې به حزب‌الله د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره د عمل بڼه پخپله وټاکي.

قاسم د ایران د ستر مذهبي مشر، علي خامنه‌يي په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د هغه هر ډول ترور به په سیمه او نړۍ کې د “ثبات ترور” وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکایي مشرانو د وژلو هڅه وکړه، ایران به “د ځمکې له مخې ورک کړي.”